اسلام آباد۔3 اپرېل(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی وئيلي دي چې د پاكستان اولنۍ عصري نیشنل فرانزک ایجنسی په ريكارډ موده كښې فعاله كړ شوې ده كومه به چې په هېواد كښې د جرمونو په ختمولو او قامي سلامتيا ته په وده وركولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ د جمعې په ورځ وفاقي وزير په نېشنل فرانزک ایجنسی كښې د جوړ كړے شوي ریسرچ اېنډ انووېشن …
د پاكستان اولنۍ عصري نیشنل فرانزک ایجنسی ريكارډ موده كښې فعاله شوه ٬ د وفاقي وزير محسن نقوي دوره
اسلام آباد۔3 اپرېل(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی وئيلي دي چې د پاكستان اولنۍ عصري نیشنل فرانزک ایجنسی په ريكارډ موده كښې فعاله كړ شوې ده كومه به چې په هېواد كښې د جرمونو په ختمولو او قامي سلامتيا ته په وده وركولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ د جمعې په ورځ وفاقي وزير په نېشنل فرانزک ایجنسی كښې د جوړ كړے شوي ریسرچ اېنډ انووېشن لېب، ډیجیټل فرانزک لېب، نارکوټکس لېب، فن ټېک لېب او سوالیه دستاویزات لېب دوره وكړه۔ وفاقي وزير په لږه موده كښې د ادارې په بشپړه توګه په فعاله كولو د ټولې ډلې د كاركردګۍ ستائنه وكړه۔ په دې موقعه د نېشنل فرانزک اېجنسی ډي جي حسنات رسول وفاقي وزير ته د ادارې په اړه بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل د ادارې اولنے پړاؤ بشپړ شوے٬ ډیجیٹل فرانزکس څانګه د ډیپ فېک فرانزکس، کمپیوټر و موبائل فرانزکس، آډیو وېډیو تجزیه، نېټ ورک فرانزکس او ډرون فرانزکس په څير عصري آسانۍ لري۔ په دستوره كښې اے اېن اېف اېف آئي اے ٬ اېس سي سي آئي اے ډي جي ٬ آئي جي اسلام آباد پوليس او نور اعلی چارواكي هم موجود وو۔









