اسلام آباد۔3اپرېل(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې وفاقی حکومت وګړو ته ريليف وركولو له په اسلام آباد كښې سبا د خالي ورځې څخه تر يوې مياشتې د ټول پبلك ټرانسپورټ وېړيا كولو پرېكړه كړې ده۔ د جمعې په ورځ په يو بيان كښې ده ووئيل روانه معاشي وضعه پام كښې نيولو سره حكومت ته اولس ته زيات نه زيات سهولت وركولو …
د وفاقي حكومت اسلام آباد كښې تر يوې مياشتې د پبلك ټرانسپورټ ويړيا كولو پريكړه: ډاكټر طارق فضل چوهدري
اسلام آباد۔3اپرېل(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې وفاقی حکومت وګړو ته ريليف وركولو له په اسلام آباد كښې سبا د خالي ورځې څخه تر يوې مياشتې د ټول پبلك ټرانسپورټ وېړيا كولو پرېكړه كړې ده۔ د جمعې په ورځ په يو بيان كښې ده ووئيل روانه معاشي وضعه پام كښې نيولو سره حكومت ته اولس ته زيات نه زيات سهولت وركولو له عملي ګامونه پورته كوي او دا اقدام د دغې لړۍ يو كړۍ ده دغسې چې په اولس د سفري مصاريفو فشار كم كړے شي۔ ده ووئيل د پنجاب وزيراعلی مريم نواز په ګرد پنجاب كښې د پبلك ټراسنپورټ وېړيا چلولو اعلان كړے دے چې مقصد يۍ د صوبې اولس ته ريليف وركول دي۔ وفاقي وزير ووئيل په سخت وخت كښې حكومت اولس سره يو برابر ولاړ دے او د هر ډول ممكنه مرستې رسول عزم لري۔ ده زياته كړه چې دې ډول اقداماتو سره به اولس ته سهولت ترلاسه شي او په حكومت به د اولس باور سوا شي۔









