د خارجه وزير اسحاق ډار د ازبکستان خپل همڅنګ سره ټېلي فوني تماس ٬ د منطقې په وضعه د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 02 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ازبکستان خارجه وزير بختيار سعيدوف سره د ټېلي فوني تماس د لارې د منطقې په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې خارجه وزير سعيدوف په منطقه كښې امن، استحکام او تاٶ تريخوالي كښې كمي لپاره د پاکستان د فعاله کردار ستائنې كولو سره په …

اسلام آباد 02 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ازبکستان خارجه وزير بختيار سعيدوف سره د ټېلي فوني تماس د لارې د منطقې په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې خارجه وزير سعيدوف په منطقه كښې امن، استحکام او تاٶ تريخوالي كښې كمي لپاره د پاکستان د فعاله کردار ستائنې كولو سره په اسلام آباد كښې د څلورو هېوادونو د خارجه وزيرانو د غونډې په كوربتوب د پاكستان د قيادت ستائنه وكړه۔ هغه په خليج او مېنځني ختيز كښې د امن و استحکام ودې لپاره د پاکستان-چين د پنځه نكاتي اقدام د بشپړ ملاتړ هم څرګندونه وكړه۔ دواړو مشرانو د اوسني سيمه ايز پېشرفت جاج اخستو سره د شريكې خوښې په چارو نزدې رابطې ساتلو ته هم صلاح شول ۔