د تركيه د آئيني عدالت صدر راروانه اونۍ د پاكستان دوره كوي

اسلام آباد۔02 اپرېل(اے پی پی) د تركيه آئيني عدالت صدر راروانه اونۍ د پاكستان دوره كوي۔د سپريم كورټ رجسټرار دفتر لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې ترك پلاوې به د پاكستان خپلې دورې په مهال په سپريم كورټ كښې د دوه اړخيزه مرستې يوه لوظنامه هم لاس ليك كړي۔ په دې موقع به چيف جسټس پاكستان جسټس یحییٰ آفریدې د ګرانو مېلمنو په درناوي كښې په 6 اپرېل د …

اسلام آباد۔02 اپرېل(اے پی پی) د تركيه آئيني عدالت صدر راروانه اونۍ د پاكستان دوره كوي۔د سپريم كورټ رجسټرار دفتر لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې ترك پلاوې به د پاكستان خپلې دورې په مهال په سپريم كورټ كښې د دوه اړخيزه مرستې يوه لوظنامه هم لاس ليك كړي۔ په دې موقع به چيف جسټس پاكستان جسټس یحییٰ آفریدې د ګرانو مېلمنو په درناوي كښې په 6 اپرېل د غرمې ډوډۍ مېلمستيا كوي۔ د آئيني عدالت چيف جسټس امین الدین خان به د خپل ترك همڅنګ په درناوي كښې په 7 اپرېل د غرمې ډوډۍ مېلمستيا اهتمام كوي۔ په دې مهال هيله ده چې په عدالتي تړون او د تجرباتو په تبادله خبرې اترې وشي۔ د تركيه د آئيني عدالت صدر ته به د وفاقي آئيني عدالت دورې په مهال د عدالت د تګلارې او آئيني دائره اختيار په اړه بريفنګ وركول شي۔ د دوره د پاكستان اوت تركيه ترمينځه عدالتي مرستې د ودې وركولو او د اداره جاتي رابطو مستحكمولو پلو يو مهم پیشرفت ګرځولے شي