پېنډۍ 02 اپرېل (اے پي پي) امنيتي ځواكونو پاك افغان پولې سره نزدې په شمالي وزيرستان كښې د دراندازۍ هڅې ناكامه كولو سره د هند ملاتړ لرونكي د فتنه الخوارج اته ترهګر ووژل۔ د زيارت په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې د اپرېل په وړومبۍ نيټه امنيتي ځواكونو ضلع شمالي وزيرستان كښې پاك۔افغان پولې سره نزدې د خوارجو د يوې ډلې د تګ …
ځواكونو پاك افغان پولې سره نزدې په شمالي وزيرستان كښې د هند ملاتړ لرونكې د فتنه الخوارج اته ترهګر ووژل۔ آئي ايس پي آر

مزید خبریں
پېنډۍ 02 اپرېل (اے پي پي) امنيتي ځواكونو پاك افغان پولې سره نزدې په شمالي وزيرستان كښې د دراندازۍ هڅې ناكامه كولو سره د هند ملاتړ لرونكي د فتنه الخوارج اته ترهګر ووژل۔ د زيارت په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې د اپرېل په وړومبۍ نيټه امنيتي ځواكونو ضلع شمالي وزيرستان كښې پاك۔افغان پولې سره نزدې د خوارجو د يوې ډلې د تګ راتګ مشاهده وكړه٬ امنيتي ځواكونو ډله په موثره توګه په نخښه كړل ٬ په سمه او ښه مهارت د كارروائۍ په نتيجه كښې د هند پراكسي٬ فتنه الخوارج سره تعلق لرونكي اته خوارج ووژل شول او هغوي څخه وسله او ګوله بارود هم برامد كړے شول۔ د آئي اېس پي آر وېنا ده دا كارروائي يو ځل بيا ھغه موقف ثابتوي چې د افغان طالبانو حكومت خپل اړخ ته په پوله موثره انتظام باوري كولو كښې ناكامه راغلے ٬ د افغان طالبانو حكومت له به خپله ذمه واري ترسره كولو سره افغان خاوره د خوارجو كارولو نه ساتل وي او خپل وګړي به په پاكستان كښې په ترهګرۍ كښې د ملوث كېدو نه لرې ساتل وي٬ د پاكستان امنيتي ځواكونه د هېواد د پولو دفاع لپاره پخپل عزم ولاړ او غېر متزلزل دي٬ په سيمه كښې د هر ډول هندي پراكسيز خوارجو خاتمې لپاره كليئرنس آپريشن روان دے٬ د نيشنل ايكشن پلان له مخې د وفاقي ايپكس كميټۍ څخه د منظور شوې”عزمِ استحكام” وژن له مخې امنيتي ځواكونو او د قانون نافذ كوٶنكې ادارو لخوا د ترهګرۍ مخنيوي روان كمپائن به بشپړ شدت سره روان وي دغسې چې هېواد څخه په بهرنۍ سرپرستۍ كښې د كېدونكې ترهګرۍ لعنت مكمل خاتمه وكړې شي۔










