اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) د روغتيا وفاقی وزیر سید مصطفیٰ کمال وئيلي دي تندۍ سره زياته شوي آبادی لوئ قامی چیلنج دے، د دې له امله د صحت، تعلیم، انفراسټرکچر او روزګار څانګې د فشار ښكاره دې، هېواد كښې هر كال تقریباً 62 لکهه كسان زياتيږي كوم چې د نیوزی لینډ د مجموعي آبادۍ څخه هم زياته ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده هېواد كښې تندۍ سره زياتي …
تندۍ سره زياته شوې آبادی لوئ قامی چیلنج دے، د دې له امله د صحت، تعلیم، انفراسټرکچر او روزګار څانګي د فشار ښكاره دي۔سیدمصطفیٰ کمال

مزید خبریں
اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) د روغتيا وفاقی وزیر سید مصطفیٰ کمال وئيلي دي تندۍ سره زياته شوي آبادی لوئ قامی چیلنج دے، د دې له امله د صحت، تعلیم، انفراسټرکچر او روزګار څانګې د فشار ښكاره دې، هېواد كښې هر كال تقریباً 62 لکهه كسان زياتيږي كوم چې د نیوزی لینډ د مجموعي آبادۍ څخه هم زياته ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده هېواد كښې تندۍ سره زياتي شوې آبادۍ ترمخه د يوې مهمي غونډي په مهال وكړه چې پكښې د خزاني وزير صلاحكار عدنان پاشا صدیقی،د صحت سیکرټري ، د پاپولیشن ډي جي،هیلتھ ډي جي او نورو سینئر افسرانو ګډون وكړو۔د روغتيا وزير هېواد كښې تندۍ سره زياتي شوې آبادۍ له امله د صحت نظام او په قومی وسائلو زيات شوې اثرات تفصیلی جاج واخست۔ سید مصطفیٰ کمال ووئيل تندۍ سره زياته شوې آبادي لوئې قومی چیلنج جوړ شوې چې له امله ئې صحت، تعلیم، انفراسټرکچر او روزګار څانګې د فشار ښكار ده۔ده ووئيل پاکستان دا مهال د نړۍ 5م لوئ آبادي لرونكې هېواد دے او كه اوسنې رفتار برقرار وو نو راروانو 5 كلونو كښې د آبادۍ په لحاظ سره انډونیزیا به هم شاته پاتي شي۔ده ووئيل آبادۍ كښې تندۍ سره اضافه د هېواد انفراسټرکچر متاثره كوي او قومی منصوبه بندي خظر سره مخ كوي۔ده ووئيل كه آبادۍ كښې په اضافه قابو ونه موندلې شو نو د پرمختګ خواب به پوره نشي ، لہٰذا د زيږډني شرح به د 3.6 څخه كمولو سره 2.0 ته راوستل وي۔وفاقی وزیر ووئيل بنګله دېش، انډونیزیا او ایران د كوټلي تګلاري سره آبادۍ كښې توازن پیدا کړې او خپلو وګړو له ئې ښه سهولیات وركړي۔ده ووئيل د روغتيا وزارت او اړژند ټول سټيك هولډرز په دې لړ كښې كوټلي ګامونه پورته كوي۔










