د آټزم ښکار وګړو پشمول د خاص ماشومانو مناسب خيال ساتلو ته حكومت پام لرنه كوي ۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف د آټزم څخه خبرتيا نړيوالي ورځ په موقع پیغام

اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د آټزم ښكار وګړو د خصوصی پام لرني مستحق ګرځولو سره وئيلي دي د خاص ماشومانو مناسب خيال ساتل او تعلیمی او تربیتی انتظام سره دوي د ټولني فعاله برخه جوړول زمونږ په فرائض كښې شامل دې، جدید تربیتی آسانۍ لرونكي سینټر آف ایکسیلنس فار آټزم به يو كال څخه كمه موده كښې بشپړولې شي، نجی ادارے، د ټولنې …

اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د آټزم ښكار وګړو د خصوصی پام لرني مستحق ګرځولو سره وئيلي دي د خاص ماشومانو مناسب خيال ساتل او تعلیمی او تربیتی انتظام سره دوي د ټولني فعاله برخه جوړول زمونږ په فرائض كښې شامل دې، جدید تربیتی آسانۍ لرونكي سینټر آف ایکسیلنس فار آټزم به يو كال څخه كمه موده كښې بشپړولې شي، نجی ادارے، د ټولنې عام وګړي دې هم په دې كار خير كښې شريك شي۔ آټزم څخه خبرتيا نړيوالي ورځ په موقع كومه چې په 2 اپرېل لمانځلې كيږي۔په دې موقع په خپل پیغام كښې وزیراعظم ووئيل پاکستان نن د نړۍ سره په ګډه د آټزم خبرتيا لپاره نړيوالي ورځ لمانځلو په موقع د ځپليو بشپړه مرستي كولو له د خپل عزم پخلے كوي۔د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم ووئيل د آټزم په اړه شعور بيدارولو او آټزم له امله د ځپليو كسانو حقونو، تعلیم او په ټولنه كښې د شموليت مواقعو زياتولو لپاره دا ورځ هر كال د ملګرو ملتونو په ټاكلې نيټه په 2 اپرېل لمانځلي شي۔وزیر اعظم ووئيل سږ كال دا ورځ’’آټزم او انسانیت: او هر يو وګړے د قدر په موضوع لمانځلې شي ‘‘۔دا ورځ مونږ ته يادګيرنه كوي چې هر انسان منفرد دے او د ټولني ښكلا په دې تنوع كښې ده۔آټزم يو نیورو ډیولپمنټل ډس آرډر دے چې له امله ئې وګړي سماجی رابطے كښې ستونزو او د وينا مسئلو سره مخ كيږي۔ده ووئيل د آټزم ښكار وګړي د پوهي ، قبلولو او دوي له برابر موقعو وركولو لپاره دا زمونږ د خصوصی پام لرني مستحق دي۔ وزیراعظم ووئيل خصوصی ماشومانو مناسب خيال ساتل او تعلیمی او تربیتی انتظام له امله دوي د ټولني فعاله برخه جوړولو ته حكومت پام لرنه كوي۔ حکومت لوظي دے چې ټول ممكنه وسائل كارولو سره به د خاص ماشومانو د كار استعداد زياتولې شي۔دې مقصد ترلاسه كولو له د هېواد په ټولو برخو كښې جدید سهولتونه وركولې او جدید آلات لرونكې تربیتی و تعلیمی مركزونه جوړيږي دغسې چې د آټزم پشمول كوم هم ذهنی و جسمانی مشکلات لرونكي خپل ځان يواځې ونه ګڼي۔ده ووئيل په دې تناظر كښې وفاقی حکومت جدید تربیتی سهولیات لرونكې سینټر آف ایکسیلنس فور آټزم جوړولو د بنياد تيګه دسمبر 2025ء كښې اېښودې ده كوم به چې ډېر زر بشپړ شي۔ وزیراعظم په دې موقع خاص استعداد لرونكو ماشومانو مور او پلار، استاذانو او خدمت كونكو ته هم خاص پيرزوئنې وړاندې كړي كوم چې همدردۍ سره د انسانیت خدمت كښې بوښت دي۔