وفاقی وزیر اعظم نذیر تارړه سره د اېس ای سی پی او کمپیټېشن کمېشن آف پاکستان چیئرمینز ملاقات

اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) د قانون و انصاف او بشري حقونو وفاقی وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ سره د سکیورټیز اینډ ایکسچینج کمېشن آف پاکستان (ایس ای سی پی) چیئرمېن ډاکټر کبیر احمد او کمپیټېشن کمېشن آف پاکستان (سی سی پی) چیئرمېن فرید احمد تارړ د شورو په ورځ د هغه په دفتر كښې ملاقات وكړو۔وفاقی وزیر دواړو چیئرمینانو له د هغوي په اوسنو تقررو مبارکي وركړه …

اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) د قانون و انصاف او بشري حقونو وفاقی وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ سره د سکیورټیز اینډ ایکسچینج کمېشن آف پاکستان (ایس ای سی پی) چیئرمېن ډاکټر کبیر احمد او کمپیټېشن کمېشن آف پاکستان (سی سی پی) چیئرمېن فرید احمد تارړ د شورو په ورځ د هغه په دفتر كښې ملاقات وكړو۔وفاقی وزیر دواړو چیئرمینانو له د هغوي په اوسنو تقررو مبارکي وركړه او هغوي لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔د شورو په ورځ جاري شوې پرېس ریلیز له مخې وفاقی وزیر هيله څرګنده كړه چې د دوي په مشرۍ كښې به اېس ای سی پی او سی سی پی پاکستان ریګولیټری نظام قوي شي ، پاك، منصفانه او د موثره مارکیټس وده كښې به مهم كردار ترسره كړي۔د ملاقات په مهال دواړو چیئرمینانو وفاقی وزیر د خپلو خپلو ادارو دائرہ کار، کارکردګۍ او روانو اقداماتو په اړه خبر كړو۔ ادارہ جاتی همغږۍ او ریګولیټری فریم ورك لا قوي كولو په اړه په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع د وزیراعظم د اړخه جوړې شوي د اعلیٰ پائې كمېټۍ په اړه هم خبري اتري وشوي د كومي مشري چې د قانون و انصاف او بشري حقونو وفاقی وزیرِ كوي۔ د دې کمېټۍ مقصد د پاکستان سکیورټیز او کارپوریټ ریګولیټری فریم ورك كښې كوټلي اصلاحات كول دي۔ کمېټۍ كښې د اېس ای سی پی چیئرمین ډاکټر کبیر احمد،د سی سی پی چیئرمین فرید احمد تارړ او وفاقی سیکرټریز شامل دي۔دا اقدام د حکومت د دې عزم عکاسی کوي چې کارپوریټ او مالیاتی ریګولیټری ماحول قوي ، شفاف او موثره كړې شي دغسې چې سرمایه كارۍ لپاره ښه چاپيرچل وركړې شي او تل پاتې معاشی پرمختګ له وده وركړې شي۔