اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په نړيوال بازار كښې د بيعو زياتېدو په سبب د هېواد د معاشي او مالياتي اثرات مخنيوي لپاره د مېنځنۍ و اوږدې مودې تګلارې مرتب كولو امر سره وئيلي دي حکومت به د معيشت استحکام و پرمختګ او د اولس خېرښګرې لپاره ټول ضروري اقدامات په كلك عزم سره روان ساتي ۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس …
حکومت به د معيشت استحکام و پرمختګ او د اولس خېرښګرې لپاره ټول ضروري اقدامات روان ساتي۔ وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په نړيوال بازار كښې د بيعو زياتېدو په سبب د هېواد د معاشي او مالياتي اثرات مخنيوي لپاره د مېنځنۍ و اوږدې مودې تګلارې مرتب كولو امر سره وئيلي دي حکومت به د معيشت استحکام و پرمختګ او د اولس خېرښګرې لپاره ټول ضروري اقدامات په كلك عزم سره روان ساتي ۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې په منطقه كښې د تاٶ تريخوالي صورتحال له مخئ هېواد د مالياتي او معاشي اثرات نه ساتلو لپاره د جامع تګلارې مرتب كولو په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه ٬ وزيراعظم د ټولو اړوندو وزارتونو او ادارو په اوسني صورتحال كښې مالياتي او د معاشي اثرات مخنيوي لپاره په شريكه مرسته د پورته كړو اقداماتو ستائنه وكړه او د مرستې لا موثره كولو يې امر وكړو۔ ده ووئيل د نړۍ يو شمېر هېوادونو ته په اوسنۍ وضعه كښې د ضروري څيزونو د طلب او رسد توازن برقرار ساتلو كښې ستونزې ورمخې ته دي، الحمدلله پاکستان دا سخت صورتحال ډېر په كاميابۍ او موثره ډول حل كوي٬ ټولو ادارو د ضروري څيزونو طلب او رسد كښې د هر ډول هنګامي صورتحال مخه نيولو لپاره موثر او په وخت اقدامات كړي كوم چې د ستائنې وړ دي۔ وزيراعظم ووئيل په پاكستان كښې د خوراك څښاك ضروري څيزونه د هېواد ضرورتونو نه پس په زياته كچه برآمد كولو لپاره په جامع لائحه پېشرفت په كاميابۍ سره روان دے٬ حکومت به د معيشت استحکام و پرمختګ او د اولس خېرښګرې لپاره ټول ضروري اقدامات په كلك عزم سره روان ساتي۔ وزيراعظم امر وكړٶ چې د نړيوال بازار كښې د بيعې د زياتېدو په سبب د هېواد د معاشي او مالياتي اثراتو مخنيوي لپاره د مېنځنۍ و اوږدې مودې تګلاره مرتب كړئ ٬ د اړوندو وزارتونو او ادارو په مرسته دې لائحه د معيشت په ټولو څانګو كښې استحکام او پرمختګ تر مخه رامخې ته كړې شي، د نړيوال تاٶ تريخوالي صورتحال په تناظر كښې پېداواري لګښت زياتېدو سره برآمدات او د هېواد په مجموعي پيداوار اثرات كمولو لپاره دې موثره اقدامات تجويز كړے شي، د تاٶ تريخوالي په اوسنۍ وضعه كښې دې د كر كېلې و صنعت په پيداوار د اثراتو مخه نيولو لپاره شته ذريعې او موقعې په بشپړه توګه په كار راوستلې شي۔ غونډې ته ووئيل شول ټولې اړاندې ادارې او وزارتونه د وزيراعظم د امر له مخې په امروزه بنياد د موجوده صورتحال تر مخه د معاشي اثراتو جاج اخلي۔۔ وزيراعظم د سخت صورتحال باوجود په پاکستان كښې د ضروري څيزونو طلب او رسد توازن په ځاے ساتلو د تشكر څرګندونه هم وكړه۔ وزيراعظم امر وكړو چې لائحه مرتب كولو كښې دې د بهرنو او كورنو ميکرو اکنامک اثرات هم په خاص توګه جاج واغستلے شي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، محمد اورنګزيب، سردار اويس احمد خان لغاري، عطاء الله تارړ، مصدق ملك، رانا تنوير حسېن، علي پرويز ملك، احد خان چيمه، د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر، د سټېټ بېنك ګورنر جميل احمد او نورو اړوند سركاري چارواكو ګډون كولو۔










