بيجنګ 01 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د چين كاميابې سرکاري دورې بشپړولو نه وروستو د بيجنګ نه اسلام آباد ته روان شوے۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخئ د دورې په مهال ده د چين خارجه وزير وانګ يي سره ملاقات وكړو او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو جاج اخستو سره يې په مهمو سيمه …
نائب وزيرِاعظم سينيټر محمد اسحاق ډار د چين سرکاري دورې بشپړولو نه وروستو اسلام آباد ته راوان شو

مزید خبریں
بيجنګ 01 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د چين كاميابې سرکاري دورې بشپړولو نه وروستو د بيجنګ نه اسلام آباد ته روان شوے۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخئ د دورې په مهال ده د چين خارجه وزير وانګ يي سره ملاقات وكړو او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو جاج اخستو سره يې په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ د چين خارجه وزير لويديزې اسياء كښې د شخړې خاتمې او د امن ودې لپاره د پاکستان د فعاله سفارتي کردار او هلو ځلو ستائنې كولو سره د خپل ملاتړ باور وركړو۔ دواړو خارجه وزيرانو د دوه اړخيزه اړيكو په زياتېدونكي رفتار د اطمينان څرګندونې سره د سي پيك 2.0 له مخئ د اعليٰ معيار پرمختګ او ستراتېژكي مرستې ودې پشمول د لوړې كچې روابطو او تبادلو په خاص توګه سږ كال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سفارتي اړيكو 75مه سالګره لمانځولو او د اړيكو په لا قوي كولو زور رواړو۔










