اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك په وزيرستان بلاك كښې د سپين وام-1 څخه د ګاز پېداوار پېل پرانسته وكړه،د ورځې به د 40 اېم اېم سي اېف ګاز او د 220 بيرل کنډينسيټ زياتوالے رامخې شي۔ د شورو په ورځ د پټروليم ډويژن لخوا د جاري يبان له مخې دا د وزيرستان جوائنټ وينچر (ډبليو جے وي) څخه ماري انرجيز لميټډ …
وفاقي وزير علي پروېز ملك په وزيرستان بلاك كښې د سپين وام-1 څخه د ګاز پېداوار پېل كېدو پرانسته وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك په وزيرستان بلاك كښې د سپين وام-1 څخه د ګاز پېداوار پېل پرانسته وكړه،د ورځې به د 40 اېم اېم سي اېف ګاز او د 220 بيرل کنډينسيټ زياتوالے رامخې شي۔ د شورو په ورځ د پټروليم ډويژن لخوا د جاري يبان له مخې دا د وزيرستان جوائنټ وينچر (ډبليو جے وي) څخه ماري انرجيز لميټډ آپريټ كوي٬ په وزيرستان بلاك كښې د سپين وام-1 نومي ايکسپلورټري كوهي څخه پېداوار پېل كړے شوے٬ وزيرستان جوائنټ وينچر كښې د ماري انرجيز لميټډ (آپريټر، 55 فيصد)، او جي ډي سي اېل (35 فيصد) او اورينټ پټروليم (10 فيصد) شامل دي٬ پرانستې دستوره د ماري انرجيز په هيډ آفس كښې وشوه چې پكښې د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔ ده د جوائنټ وينچر د تکنيکي پوهې او پريشنل کارکردګۍ ستائنې كولو سره ووئيل سپېن وام-1 په څېر ډكسوريز د پاكستان د توان سلامتيا مضبوطوياو معاشي پرمختګ كښې مرستيال ثاتېږي۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې علي پرويز ملك د قانون نافذ كوٶنكو ادارو (LEAs)، ايکسپلوريشن اينډ پروډکشن (E&P) کمپنو او د اېس اين جي پي ايل ډلو شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د دوي د قربانيو په سبب نن مونږ دلته دا كاميابي لمانځو










