د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د پاکستاني امريکائي تنظيم سټينډ ود پاکستان سيکرټري سهيل پيرزاده ملاقات

اسلام آباد 01 اپريل (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د پاکستاني امريکائي تنظيم سټينډ ود پاکستان سيکرټري او امريکا كښې د روغتيا څانګي سره تعلق لرونكې نوموړي پاکستاني پروفيشنل سهيل پيرزاده ملاقات وكړو،ملاقات كښې بهر هېوادونو كښې د مېشته پاکستانيانو په کردار او پاکستان كښې د سرمايه کارۍ په موقعو تفصيلي خبري اوشوي۔ د ګورنر دفتر نه د اړخه جاري شوي بيان له مخې د …

اسلام آباد 01 اپريل (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د پاکستاني امريکائي تنظيم سټينډ ود پاکستان سيکرټري او امريکا كښې د روغتيا څانګي سره تعلق لرونكې نوموړي پاکستاني پروفيشنل سهيل پيرزاده ملاقات وكړو،ملاقات كښې بهر هېوادونو كښې د مېشته پاکستانيانو په کردار او پاکستان كښې د سرمايه کارۍ په موقعو تفصيلي خبري اوشوي۔ د ګورنر دفتر نه د اړخه جاري شوي بيان له مخې د اسلام آباد ګورنر هاؤس كښې د ملاقات په همهال ګورنر فيصل کريم کنډي ووئيل خېبرپښتونخوا كښې د سيلكرۍ ، روغتيا او آئي ټي په څانګو كښې د سرمايه کارۍ پراخه موقعې شته ٬ دغسې صوبه كښې هنر مند افرادي قوت هم شته۔ده په سمندر پورې پاکستانيانو زور راوړو چې دې موقعو څخه ګټه پورته كړي او د هېواد معيشت كښې مؤثر کردار ترسره كړي۔په دې موقع سهيل پيرزاده پېښور او نيويارك سسټر سټيز ګرځولو سره د خېبر پښتونخوا ګورنر وژن وستائلو او دا يې يو تاريخي اقدام وګرځولو۔