اسلام آباد 01 اپريل (اے پي پي) د پاکستان او ناروے ترمينځه د ماحولياتي مرستي لوظنامه شوي ده ۔د موسمياتي بدلون وزارتِ تر سيوري لاندې دستوره كښې د پيرس لوظناكې آرټيکل 6 ترمخه مفاهمتي يادداښت لاس ليك شو۔په دې موقع د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مصدق ملك په ګډون كولو دا د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو كښې مثبت پيش رفت ګرځولو سره ووئيل دا لوظنامه به پاکستان كښې کلائميټ سمارټ …
د پاکستان او ناروے ترمينځه د ماحولياتي مرستي لوظنامه لاس ليك شوه

مزید خبریں
اسلام آباد 01 اپريل (اے پي پي) د پاکستان او ناروے ترمينځه د ماحولياتي مرستي لوظنامه شوي ده ۔د موسمياتي بدلون وزارتِ تر سيوري لاندې دستوره كښې د پيرس لوظناكې آرټيکل 6 ترمخه مفاهمتي يادداښت لاس ليك شو۔په دې موقع د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مصدق ملك په ګډون كولو دا د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو كښې مثبت پيش رفت ګرځولو سره ووئيل دا لوظنامه به پاکستان كښې کلائميټ سمارټ ايګريکلچر او د توان ودي لپاره مرستياله وګرځي۔ده ووئيل دې اقدام سره به نه يواځې د هېواد کاربن مارکيټ ته په نړيواله كچه وده ترلاسه شي بلکه د ګرين اکانومي نوي موقعي به ههم راپيدا شي۔وفاقي وزير ووئيل حکومت وېسټ مينجمنټ، كر كېلې، ټرانسپورټ او د توان په شان مهمو څانګو كښې كوټلي پرمختګ لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات کوي۔دستوره كښې د ناروے سفير لوظمنامه د دوه اړخيزه ماحولياتي مرستي توې دور پيل كېدو سره ووئيل ناروے به پاکستان سره ماحولياتي اهداف سر كولو كښې مرسته روانه ساتي۔هغه ووئيل دا شراکت داري د برابرۍ، سپېځلتيا او شريك باور په اصولو ترسره شوي،د دې بنيادي مقصد د نجي څانګي سرمايه کارۍ ته وده وركول او ګرين ګروتھ تندول دي۔










