د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې ځوانانو لپاره د ملازمت موقعو زياتولو ګامونو په اړه غونډه، ځوانانو ته د تکنيکي و فني تربيې لپاره د اقدامات تندولو سپارښتنه

اسلام آباد 01 اپريل (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهباز شريف د جديد تقاضو تر مخه ځوانانو له تکنيکي و فني تربيې وركولو لپاره د اقدامات تندولو سپارښتنې سره وئيلي دي حکومت تربيه لرونكې افرادي قوت لپاره ګامونه پورته كوي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې ځوانانو لپاره د ملازمت موقعو زياتولو له د ګامونو په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه چې پكښې …

اسلام آباد 01 اپريل (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهباز شريف د جديد تقاضو تر مخه ځوانانو له تکنيکي و فني تربيې وركولو لپاره د اقدامات تندولو سپارښتنې سره وئيلي دي حکومت تربيه لرونكې افرادي قوت لپاره ګامونه پورته كوي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې ځوانانو لپاره د ملازمت موقعو زياتولو له د ګامونو په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو ډاکټر مصدق مسعود ملك،احد خان چيمه، محمد اورنګزيب، عطاء الله تارړ، چوهدري سالك حسين، ډاکټر احسن اقبال ، شزا فاطمه خواجه، وزير مملکت بلال اظهر کياني، د پرائم منسټر يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خان ، د ايچ اي سي چيئرمين او اړوندو ادارو اعليٰ افسرانو ګډون وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې وزيراعظم د رانا مشهود احمد خان په مشرۍ كښې د پي ايم يوتھ پروګرام په کارکردګۍ د اطمينان څرګندونې كولو سره ووئيل ځوانان زمونږ د قام سباؤن دے، حکومت دوي له پېشه وره تربيه وركولو او دوي افرادي قوت كښې شاملولو لپاره ګامونه پورته كوي۔ وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د عصري تقاضو له مخې ځوانانو له تکنيکي و فني تربيې وركولو په اړه اقدامات دې تند وي۔ده ووئيل نېشنل ووکيشنل اينډ ټيکنيکل ټريننګ کمېشن كښې اوسنو اصلاحاتو نه پس ځوانانو له تکنيکي تربيې وركولو كښې ښه والے راغلے۔ وزير اعظم ووئيل په نړيواله كچه زياتې غوښتنې لرونكي هنر په اړه د ځوانانو نړيوال سرټيفيکيشن سره سره فني و تکنيکي تربيې ته پام لرنه كيږي۔ غونډه كښې وزيراعظم بهر هېوادونو او او په قامي كچه ځوانانو لپاره د ملازمت موقعېوراپيدا د اقدامات څخه خبر كړے شو۔ د غونډي په مهال بريفنګ كښې ووئيل شول پرائم منسټر يوتھ پروګرام او خارجه وزارت په نړيواله كچه ځوانانو لپاره د ګڼو موقعو شناخت کړے او د نورو موقعو لټولو لپاره كار روان دے، پي ايم يوتھ هب په قامي او نړيواله كچه د ملازمت موقعو معلومات په اړه مرکزي حيثيت اختيار کړے ،بهر هېوادونو كښې د آئي ټي، صحت، تعميرات، سيلګرۍ، لاجسټکس او نورو څانګو كښې د ملازمت موقعې شته۔ بريفنګ له مخې هائير ايجوکيشن کمېشن پاکستان 282 پوهنتونونو څخه د فارغ شوو زدكوونكو د ډيجيټل ايپ د لارې د روزګار ټريکنګ کوي چې د لارې يې فارغ شوو زدكوونكو ته د ملازمت ترلاسه كولو ريکارډ ترتيب شوے ، دغه ريکارډ به سباؤن لپاره تعليمي پاليسي جوړولو كښې مرستياله ثابت شي۔ بريفنګ كښې ووئيل شول د تکنيکي تربيې ودې لپاره د تعليم وفاقي وزارتِ د سيوري لاندې 32 تعليمي ادارو كښې ميټرك ټيك معارف کړے شوے، د فني و تکنيکي تربيې په اړه ميټرك ټيک په ډول انټر ټيك به هم زر معارفي كړے شي۔