اسلام آباد۔01 اپريل(اے پي پي)د پارليماني چارو وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي پاکستان منطقه كښې امن، استحکام او ذمه واره قيادت لپاره اصولي موقف اختيار کړے دے او په موجوده صورتحال كښې په مثبت کردار ادا کولو به تاريخ كښې د ده نامه په زرينو ټكو لېكلې ش۔ د شورو په ورځ په ’’ايکس ‘‘ يو بيان ككشې ده ووئېل د تاو تريوخالي په دې دور كښې پاکستان …
پاکستان منطقه كښې امن، استحکام او ذمه واره قيادت لپاره اصولي موقف اختيار کړے ، طارق فضل چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد۔01 اپريل(اے پي پي)د پارليماني چارو وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي پاکستان منطقه كښې امن، استحکام او ذمه واره قيادت لپاره اصولي موقف اختيار کړے دے او په موجوده صورتحال كښې په مثبت کردار ادا کولو به تاريخ كښې د ده نامه په زرينو ټكو لېكلې ش۔ د شورو په ورځ په ’’ايکس ‘‘ يو بيان ككشې ده ووئېل د تاو تريوخالي په دې دور كښې پاکستان تماشګير نه دے بلکې منطقه كشې د توازن لپاره سفارتي طاقت رامخې ته شوے ،د وزيراعظم محمد شهباز شريف بصيرت لرونكې قيادت كښې زمونږ هېواد دا وخت تاريخي کردار ادا کوي ٬ په دې لړ كښې د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار او د فيلډ مارشل جنرل عاصم منير ډېر محنت او سفارتي هلې ځلې هم د ستائنې وړ دي ،دا درې واړه شخصيات د پاکستان د قامي مفادات تحفظ سره سره كنطقه كښې د خبرو اترو د لارې تريخوالي كمولو كښې کردار ادا كوي ۔ ده ووئېل نړۍ ګوري چې پاکستانے قام په حکمت فيصلې كوي او په ذمه واره قيادت باور لري










