نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار او د چين خارجه وزير ترمېنځه ملاقات، د سيمه ايز امنيتي وضعې په سنګين سماجي او معاشي اثراتو د تشويش څرګندونه٬ په مېنځني ختيز كښې د امن او استحكام بحالۍ لپاره د پنځه نكاتي اقدام پېل

اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د چين خارجه وزير وانګ يي ترمېنځه ملاقات كښې دواړو مشرانو د لويديزې اسياء په صورتحال او په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه كړې، دواړو ډلو د سيمه ايز امنيتي صورتحال جاج اخستو سره په پرمختګ كوونكو هېوادونو د دې په سنګين سماجي او معاشي اثراتو د تشويش څرګندونه كړې۔ د خارجه …

اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د چين خارجه وزير وانګ يي ترمېنځه ملاقات كښې دواړو مشرانو د لويديزې اسياء په صورتحال او په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه كړې، دواړو ډلو د سيمه ايز امنيتي صورتحال جاج اخستو سره په پرمختګ كوونكو هېوادونو د دې په سنګين سماجي او معاشي اثراتو د تشويش څرګندونه كړې۔ د خارجه دفتر لخوا د شورو په ورځ د جاري بيان له مخئ نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د چين خارجه وزير وانګ يي په بلنه د 31 مارچ څخه د اپرېل تر وړومبۍ نيټې د بيجنګ په سركاري دوره دے ٬ ملاقات په روايتي ګرمجوشۍ او خوشګوار ماحول كښې شوې٬ نائب وزيراعظم و خارجه وزير د چين خارجه وزير وانګ يي د پاکستان لخوا د شخړې خاتمې او د مذاكراتو بحالۍ لپاره د جاري هلو ځلو څخه په تفصيلي توګه خبر كړو چې پكښې په اسلام آباد كښې د پاکستان، سعودي عرب، ترکيه او د مصر خارجه وزيرانو ملاقات هم شامل دے٫ دواړو ډلو د سيمه ايز امنيتي صورتحال جاج اخستو سره په پرمختګ كوونكو هېوادونو د دې په سنګين سماجي او معاشي اثراتو د تشويش څرګندونه كړې٬ په دې تناظر كښې دواړو هېوادونو په خليج او مېنځني ختيز كښې د امن و استحکام بحالۍ لپاه پنځه نكاتي اقدام پېل كړو۔ د بيان له مخې د چين خارجه وزير وانګ يي په لويديزه اسياء كښې د شخړې خاتمې او د امن ودې لپاره د پاکستان د فعال سفارتي کردار او هلو ځلو ستائنه كولو سره د خپل ملاتړ څرګندونه وكړه۔ دواړو خارجه وزيرانو د دوه اړخيزه اړيكو په زياتېدونكي رفتار د اطمينان څرګندونه كولو سره د سي پيك 2.0 له مخې د عليٰ معيار پرمختګ او ستراتېژكې مرستې ودې پشمول د لورې كچې روابطو او تبادلې په لا مضبوطولو زور راوړو٬ په خاص توګه كله چې په سږني كال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سفارتي اړيكو 75مه سالګره لمانځي۔ نائب وزيراعظم په تود هركلي او شانداره مېلمستيا د خارجه وزير وانګ يي مننه وكړه۔ دواړو مشرانو د افغانستان په صورتحال، د امن و استحکام په اهميت او د ترهګرۍ د موثره مخنيوي په ضرورت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د جاري بيان له مخې دواړو ډلو شريكې رابطې په رسمي توګه جاري ساتلو له هم سلا وكړه۔۔