د فتنه الخوارج ترهګر انجام عبرت لرونكے مرګ دے٬ قام امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ محسن نقوي

اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي د فتنه الخوارج ترهګر انجام عبرت لرونكے مرګ دے٬ قام امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ خپل بيان كښې محسن نقوي په خېبرپښتونخوا كښې د فتنه الخوارج په ضد په دوو كاميابو كارروائيو د امنيتي ځواكونو ستائنه وكړه۔ داخله وزير د 13 خوارجو په وژولو د سکيورټي فورسز د وظيفائي صلاحيتونو ستائنې …

اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي د فتنه الخوارج ترهګر انجام عبرت لرونكے مرګ دے٬ قام امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ خپل بيان كښې محسن نقوي په خېبرپښتونخوا كښې د فتنه الخوارج په ضد په دوو كاميابو كارروائيو د امنيتي ځواكونو ستائنه وكړه۔ داخله وزير د 13 خوارجو په وژولو د سکيورټي فورسز د وظيفائي صلاحيتونو ستائنې كولو سره ووئيل په دې كاميابه كارروائيو كښې د 13 ترهګرو په وژلو د پاك پوځ مېړنو ځوانانو ته سلام كوم۔ ده ووئيل د فتنه الخوارج ترهګرو او د هغوي ملاتړ كوونكي به په هېڅ صورت نه پرېږدو۔