پاکستان د انفارميشن ټيکنالوجۍ په څانګه كښې جدت او نړيواله سرمايه كارۍ زياتولو لپاره د موثره او د جامع تګلارې له مخئ كار كوي۔ وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په هېواد كښې ډيجيټل آپريټرز انډسټري كښې سرمايه كارو ته هر ډول ممكنه سهولت وركولو لپاره د عزم څرګندونې كولو سره وئيلي دي پاکستان د انفارميشن ټيکنالوجۍ په څانګه كښې جدت او نړيوالې سرمايه كارۍ زياتولو لپاره موثره او د جامع لائحې له مخې كار كوي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د نړيوال ډيجيټل آپريټر "VEON" ګروپ چيف ايګزيکټو …

اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په هېواد كښې ډيجيټل آپريټرز انډسټري كښې سرمايه كارو ته هر ډول ممكنه سهولت وركولو لپاره د عزم څرګندونې كولو سره وئيلي دي پاکستان د انفارميشن ټيکنالوجۍ په څانګه كښې جدت او نړيوالې سرمايه كارۍ زياتولو لپاره موثره او د جامع لائحې له مخې كار كوي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د نړيوال ډيجيټل آپريټر “VEON” ګروپ چيف ايګزيکټو آفيسر کان ترزي اوعلو سره د خپل پلاوي سره ليدلي دي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د شورو په ورځ د جاري بيان له مخې وزيراعظم پلاوي سره په خبرو كښې ووئيل حکومت په هېواد كښې ډيجيټل آپريټرز انډسټرۍ كښۍ سرمايه كارو ته د هر ډول ممكنه سهولت وركولو عزم لري٬په پاکستان كښې په دې وروستيو كښې د فائيو-جي سپيکټرم کاميابه نيلامي په دې څانګه كښې جدت لپاره زمونږ د مثبت او موثره اړخ ثبوت دے۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان د معيشت په څانګه كښې ډيجيټلائزيشن خپلولو سره سپېځلتيا باوري كول غواړي٬ په هېواد كښې ټيلي کام آپريټرز ته د فائيو-جي سپيکټرم نيلامۍ نه پس اولس ته معياري انټرنيټ سروسز وركولو لپاره ټولې اړوندې ادارې په مرسته او همكارۍ سره كار كوي٬ د پاکستان ځوانان په انفارميشن ټيکنالوجي او ډيجيټل پليټ فارمز كښې ګټور ګډون څخه د هېواد معيشت او په نورو معياري سروسز وركولو كښې كليدي كردار لوبولې شي٬ د پاکستان ځوانانو په ټيلي کام او انفارميشن ټيکنالوجۍ ته پام لرنه نړيوالو سرمايه كارو لپاره د خوښۍ سبب دے۔ وزيراعظم په هېواد كښې ډيجيټل آپريټرز انډسټري كښې سرمايه كارو ته هر ډول ممكنه سهولت وركولو لپاره د عزم څرګندونې سره ووئيل پاکستان د انفارميشن ټيکنالوجۍ په څانګه كښې جدت او نړيوالې سرمايه كارۍ زياتولو لپاره موثره او د جامع تګلارې له مخې كار كوي۔ د نړيوال ډيجيټل آپريټر “VEON” ګروپ چيف ايګزيکټو آفيسر کان ترزي اوعلو په دې موقع ووئيل د پاكستان وزيراعظم په ټولو څانګو كښې سپېځلتيا او سرمايه كاري زياتولو لپاره ډېر موثره اقدامات كړي دي، پاکستان د ډيجيټل اکانومۍ ترلاسه كولو او د فائيو- جي سپيکټرم په نيلامۍ كښې ډېر په تندۍ سره كار كړے كوم چې د ستائنې وړ دے٬ کان ترزي اوعلو د کيش ليس اکانومي او معيشت په بشپړه توګه ډيجيټلائزيشن لپاره د وزيراعظم په نګرانۍ كښې د حكومت لخوا د شوو اقداماتو ستائنه وكړه٬ هغه د خپلې كمپنۍ لخوا پاكستان كښې سرمايه كار لا زياتولو لپاره د عزم څرګندونه هم وكړه۔ په ملاقات كښې وفاقي وزيران محمد اورنګزيب، شزا فاطمه خواجه، احد خان چيمه، د جيز ورلډ چيف ايګزيکټو آفيسر عامر ابراهيم او نور اړوند سركاري چارواكو هم ګډون كولو