د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې د پېټروليم مصنوعات د بيعو او سبسډۍ په اړه غونډه٬د وفاق او صوبو اعلٰی قيادت ګډون

اسلام آباد31 مارچ (اے پی پی)وفاقي حكومت د صوبو اعلٰی سياسي مشرتابه ترمينځه د پېټروليم مصنوعات په بيعو او سبسډۍ په طريقه كار يو اعلٰی كچ غونډه د نهې په ورځ د خزانې په وزارت كښې د خزانې اومحصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د پنجاب اعلٰی وزيرې مريم نواز شريف د (ويډيو لنك د لارې)د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه د (ويډيو …

اسلام آباد31 مارچ (اے پی پی)وفاقي حكومت د صوبو اعلٰی سياسي مشرتابه ترمينځه د پېټروليم مصنوعات په بيعو او سبسډۍ په طريقه كار يو اعلٰی كچ غونډه د نهې په ورځ د خزانې په وزارت كښې د خزانې اومحصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د پنجاب اعلٰی وزيرې مريم نواز شريف د (ويډيو لنك د لارې)د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه د (ويډيو لنك د لارې ٬ د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي او د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير مزمل اسلم د (ويډيو لنك د لارې ګډون وكړو ۔د دې نه علاوه د څلورو واړو صوبو چيف سېكرټريز د (ويډيو لنك د لارې)د پېټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك٬د اقتصادي چارو وفاقي وزير احمد چيمه٬د آئي ټي او ټيلي كميونيكشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه او د خزانې وزارت پېټروليم٬آئي ټي او ټيلي كامر وفاقي سېكرټريز او اړوندو وزارتونو٬ډويژنونو او د ريګوليټري ادارو سينئر چارواكو هم په غونډه كښې ګډون كولو ۔د خزانې وزير ګډون كوزنكو ته هركلے اووې او ښكاره يې كړه چې دا غونډه د اعلٰی كچ سياسي مشرتابه په مشرۍ كښې د روان مشاوت تسلسل دے د كوم مقصد چې د پېټروليم بيعو او سبسډۍ اصلاحات لپاره يو مربوط او تل پاتي تګلاره جوړول دي۔ده د شريك مشاورت او وفاق او صوبو ترمينځه نزدې رابطې په اهميت زور راوړو۔په غونډه كښې د عمومي سبسډۍ نظام نه پرته هدفي او موثره د معاونت فريم ورك په منتقلۍ تفصيلي غور وشو۔صوبائي حكومتونو خپل انتظامي صلاحيت٬ترلاسه ډيټا او سماجي او معاشي حالات له مخې بيل تجاويز او نقطه نظر وړاندې كړو۔د سبسډۍ وركولو د ممكنه طريقه كار٬پشمول موجوده ډيټا بيس٬ډيجيټل پليټ فارمز او نغدې منتقلۍ په نظام هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔په قامي كچه د مربوط تګلارې سره سره به صوبائي كچه عملدرآمد كښې د لچك ضرورت هم رامخې ته كړے شو۔ د خزانې وزير د ټولو ګډون كوزنكو تعميري ګډون وستائېلو او د حكومت د دې عزم پخلے يې وكړو چې معاشي استحكام باوري كولو سره به د كمزورو طبقو تحفظ كولې شي۔