بيجنګ31 مارچ (اے پی پی)پاكستان او چين د شخړو هواري لپاره خبرې اعترې او سفارتكاري يواځنۍ د عمل وړ لاره ګرځولو سره خليج او مينځني ختيز كښې جنګ بندۍ ٬ د ايران او خليجي رياستونو د خپلواكۍ٬سيمه ايزې سلامتيا٬قامي آزادۍ او د سلامتيا تحفظ كولو او د خبرو په مهال طاقت كارول يا د دې دړكې څخه په ډډه كولو زور راوړے دے او خليج او مينځني ختيز كښې د …
د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د چين خارجه وزير سره ملاقات٬خليج او مينځني ختيز كښې د امن و استحكام بحالۍ لپاره پنځه نكاتي اقدام وړاندې كړے شو

مزید خبریں
بيجنګ31 مارچ (اے پی پی)پاكستان او چين د شخړو هواري لپاره خبرې اعترې او سفارتكاري يواځنۍ د عمل وړ لاره ګرځولو سره خليج او مينځني ختيز كښې جنګ بندۍ ٬ د ايران او خليجي رياستونو د خپلواكۍ٬سيمه ايزې سلامتيا٬قامي آزادۍ او د سلامتيا تحفظ كولو او د خبرو په مهال طاقت كارول يا د دې دړكې څخه په ډډه كولو زور راوړے دے او خليج او مينځني ختيز كښې د امن و استحكام بحالۍ لپاره يې پنځه نكاتي اقدام وړاندې كړے دے۔اسلام آباد كښې د خارجه دفتر لخوا د نهې په ورځ جاري شوي بيان له مخې د چين كميونسټ پارټۍ د مركزي كمېټۍ د پوليټيكل بيورو غړي او د چين خارجه وزير وانګ يې او نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د نهې په ورځ په بيجنګ كښې ملاقات وكړو چې پكښې د خليج او مينځني ختيز صورتحال جاج واخستلے شو ۔بيان له مخې ډلو سمدستي په جنګ بندۍ زور راوړولو سره ووئېل چين او پاكستان سمدستي جنګ بندۍ او د شخړو خپرولو مخ نيوي لپاره د بشپړه هڅو غوښتنه كوي۔دوي ټولو ځپلو سيمو كښې د بشري مرستې د خنډانو نه غېر د رسولو هم غوښتنه وكړه ۔زر تر زره په امن خبرو زور راوړولو سره دواړو هېوادونو ايران او د خليجي رياستونو خپلواكۍ٬ د سيمه ايزې سلامتيا ٬د قومي آزادۍ او سلامتيا په تحفظ كولو زور راوړولو سره ووئېل د شخړو حل لپاره خبرې او سفارت كاري يواځنۍ د عمل وړ لاره ده۔چين او پاكستان په اړوندو ډلو د خبرو اترو په پېل له په ملاتړ زور راوړو چې ټولې ډلې پرامن حل لپاره عزم ولري او د خبرو په مهال د طاقت استعمال يا د دړكو څخه ډډه وكړي۔دواړو هېوادونو د غېر فوجي اهداف په تحفظ زور راوړولو سره ووئيل وسله والو شخړو كښې د وګړو د تحفظ اصولي او پاسداري دې وكړې شي۔چين او پاكستان د ډلو څخه غوښتنه كوي چې په وګړو او غېر فوجي اهداف بريدونه سمدستي توګه بند كړي٬د نړيوال بشري قانون پابندي وكړي او د توان٬اوبو پاكولو پلانټس او د بجلۍ تنصيبات پشمول مهم انفراسټركچرز ٬ په امناكه جوهري تنصيبات بريدونو څخه ډډه وكړي۔بيان كښې د سمندري لارو تحفظ په اړه ووئېل شول چې آبنائے هرمز او نورې سمندري لارې د نړيوال تجارت او توان ترسيل لپاره مهمې لارې دي۔چين او پاكستان په ډلو زور راړوو چې هلته د موجودو جهازونو او د عملې سلامتيا باوري كړي٬ د وګړو او تجارتي جهازونو زر او محفوظ تګ راتګ ممكن كړے شي او په دې لاره د معمول تګ راتګ زر بحال كړے شي۔بيان كښې د ملګرو ملتونو چارټر بر لاسي رامخې ته كولو سره ووئېل شول چين او پاكستان حقيقي او د ګڼ اړخيزه نظام ودې٬ د ملګرو ملتونو كردار قوي كولو او د يو جامع امن فريم ورك جوړولو لپاره د لوظ نامې ملاتړ كوي دغسې چې د ملګرو ملتونو چارټر او د نړيوال قانون په په بنياد تل پاتې امن راشي ۔










