اسلام آباد۔31مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وزیر مملکت طلال چوهدري وئېلي دي تېره ورځ اسلام آباد كښې يو خفګاني پیښه رامخې ته شوې وه ، د کاروباري شخصیت عامر د قتل ټول ملزمان ګرفتار کړے شوي دي ، د چا تعلق چې د خیبرپښتونخوا څخه دے ۔ د نهې په ورځ پریس کانفرنس ته خطاب کښې وزیر مملکت ووئېل اسلام آباد كښې غیر ملکي سفارتکار او نور مهم …
اسلام آباد كښې د سوداګر عامر وژنه ، د منصور خان ګینګ ټول ملزمان سمدستي ګرفتار كړے شول ،طلال چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد۔31مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وزیر مملکت طلال چوهدري وئېلي دي تېره ورځ اسلام آباد كښې يو خفګاني پیښه رامخې ته شوې وه ، د کاروباري شخصیت عامر د قتل ټول ملزمان ګرفتار کړے شوي دي ، د چا تعلق چې د خیبرپښتونخوا څخه دے ۔ د نهې په ورځ پریس کانفرنس ته خطاب کښې وزیر مملکت ووئېل اسلام آباد كښې غیر ملکي سفارتکار او نور مهم شخصیات استوګن دي، په ښار كښې د امن و امان صورتحال ډېر ښه دے ۔ ده ووئېل اسلام آباد د پاکستان وړومبے سمارټ سټي جوړوو ، دلته د جرمونو شرح د نورو ښارونو په نسبت کمه ده ، په ښار كښې د څلورو واړو صوبو خلق استوګن دي ۔ طلال چوهدري ووئېل د منصور خان ګینګ ملزمان په 24 ساعتو كښې دننه ګرفتار کړے شول او په دې ګینګ كښې افغان وګړي هم شامل دي ۔ ده ووئېل د منصور خان ډکیت ګینګ په بلټ پروف جیکټ اغوستو جرائم کول او دا بین الصوبائي ګینګ په اسلام آباد، پنجاب او خیبرپښتونخوا كښې په وارداتونو كښې ككړ دے ۔ د كورنيو چارو وزیر مملکت د سوداګر عامر قتل لويه پیښه ګرځولو سره ووئېل په دې چې څومره هم افسوس وكړے شي لږ دے۔










