اسلام آباد31 مارچ (اے پی پی)د تعليم او پيشه وره تربيې وزير مملكت ډاكټر وجيهه قمر د نهې په ورځ د نمل پوهنتون دوره وكړه چرته چې ريكټر ميجر جنرل(ر)شاهد محمود كياني او ډائرېكټر جنرل بريګيډيئر محمد رفيق خان د خاص مېلمنې هركلے وكړو ۔وزيرمملكت او د نمل ريكټر ترمينځه تفصيلي ملاقات وشو چې بكښې پاكستان كښې د معياري تعليم ودې او تعليمي ادارو ته جديد آسانۍ وركولو لپره په …
د تعليم او پيشه وره تربيې وزير مملكت د نمل پوهنتون دوره ٬ د معياري تعليم په ودې او تعليمي ادارو ته د جديد آسانيو وركولو په جاجت زور

مزید خبریں
اسلام آباد31 مارچ (اے پی پی)د تعليم او پيشه وره تربيې وزير مملكت ډاكټر وجيهه قمر د نهې په ورځ د نمل پوهنتون دوره وكړه چرته چې ريكټر ميجر جنرل(ر)شاهد محمود كياني او ډائرېكټر جنرل بريګيډيئر محمد رفيق خان د خاص مېلمنې هركلے وكړو ۔وزيرمملكت او د نمل ريكټر ترمينځه تفصيلي ملاقات وشو چې بكښې پاكستان كښې د معياري تعليم ودې او تعليمي ادارو ته جديد آسانۍ وركولو لپره په موثر تعليمي ماحول وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په ملاقات كښې تعليمي معيار ښه كولو٬تدريسي طريقو كښې جدت راوستلو اود تعليم د نړيوالو تقاضو سره د سمولو په حاجت زور راوړلے شو ۔وزير مملكت ته د نمل تعليمي پروګرامز٬روان اقدامات٬نړيوال اشتراكات٬مفاهمتي يادښتونو(ايم او يوز)او د ادارې نظام په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔د اكيډمكس ډائرېكټر ډاكټر نديم طالب د پوهنتون كاميابو او د سباؤن په تګلاره رڼا واچوله۔ډاكټر وجيهه قمر د ډېرو ژبو تنوع او كلتوري روابط په وده كښې د نمل كليدي كردار وستائېلو او د ژبو د لارې بيل كلتورنه يو بل ته نزدې كولو كښې يې د ادارې د خذمات ستائنه وكړه










