د وزيراعظم شهباز شريف لږ آمدن لرونكو طبقو ته ريليف رسولو له اړوندو وزارتونو ته صوبو سره له په مشاورت د وړانديزونو برابرولو هدايت

اسلام آباد۔31مارچ (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف لږ آمدن لرونكو طبقو ته ريليف رسولو له اړوندو وزارتونو ته صوبو سره په مشاورت د حتمي وړانديزونو برابرولو او د پټروليم مصنوعات قاچاق او ذخيره اندوزۍ په ضد د سختو اقداماتو هدايت كړے دے۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د منطقې وضعې تر مخه د پټرولیم مصنوعات سپلائی چېن، بچت او کفایت شعارۍ لپاره د …

اسلام آباد۔31مارچ (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف لږ آمدن لرونكو طبقو ته ريليف رسولو له اړوندو وزارتونو ته صوبو سره په مشاورت د حتمي وړانديزونو برابرولو او د پټروليم مصنوعات قاچاق او ذخيره اندوزۍ په ضد د سختو اقداماتو هدايت كړے دے۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د منطقې وضعې تر مخه د پټرولیم مصنوعات سپلائی چېن، بچت او کفایت شعارۍ لپاره د روانو اقداماتو عملي كولو په اړه غونډه وشوه په كومه كښې چې كم آمدن لرونكو طبقو ته د وضعې تر مخه د ريليف رسولو د اړوندو اقدامات جاج واغستلے شو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم اړوندو وزارتونو ته صوبو سره له مشاورت نه بس د حتمي وړانديزونو برابرولو او د پټروليم مصنوعات قاچاق او ذخيره اندوزۍ په ضد د سختو اقداماتو هدايت وكړو۔ وزیر اعظم ووئيل په تېرو درېو اوونيو كښې وفاقي حكومت كم آمدن لرونكې طبقې ته ريليف وركولو له يو شمېر مهم ګامونه پورته كړل او دا لړۍ به دغسې روانه ساتلې شي۔ وفاقی حکومت د بچت بېلو اقداماتو د لارې عامو وګړو ته د 129 اربه روپو ريليف وركړو۔ ده ووئيل د وفاقي حكومت په وخت پرېكړې كولو سره نن د هېواد ضرورت ترسره كولو له د پټروليم مصنوعات مناسب مقدار موجود دے۔ غونډه د كفايت شعارۍ او بجټ په اقدامات د عملدرآمد پېشرفت په اړه خبر كړې شوه۔ د غونډې په مهال بريفنګ كښې ووئيل شول د پټرولیم مصنوعات د طلب او رسد او ټول سپلائي چېن باقاعدګۍ سره د ډیجیټل ډېش بورډ د لارې نګراني كولې شي۔ په غونډه كښی وفاقي وزيرانو احد چیمه، عطاء الله تارړ ، علی پرویز ملک ، شزا فاطمه، سردار اوېس لغاري ، د وزیراعظم خاص مرستيال طارق باجوہ او اړوندو سركاري چارواكو ګډون وكړو۔