اسلام آباد۔31مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی د نېشنل ډېټا بېس اېنډ رجسټرېشن اتھارټی (نادرا) هېډکوارټرز دورې په مهال د لوړې كچې يوې غونډې مشري وكړه۔ د نادرا چيئرمېن لېفټېننټ جنرل (ر) منېر افسر د كورنيو چارو وفاقي وزير ته د ادارې مجموعي كاركردګۍ ٬ روانو پرمختيائي منصوبو او د سباؤن تګلارې په اړه بريفنګ وركړو۔ په دې موقع د اېف آئي اے ډي جي …
د كورنيو چارو وفاقي وزير د نادرا هيډ كوارټرز دوره ٬ د غير قانوني ميشته وګړو د شناخت او د ډيټا صفا كولو امر

مزید خبریں
اسلام آباد۔31مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی د نېشنل ډېټا بېس اېنډ رجسټرېشن اتھارټی (نادرا) هېډکوارټرز دورې په مهال د لوړې كچې يوې غونډې مشري وكړه۔ د نادرا چيئرمېن لېفټېننټ جنرل (ر) منېر افسر د كورنيو چارو وفاقي وزير ته د ادارې مجموعي كاركردګۍ ٬ روانو پرمختيائي منصوبو او د سباؤن تګلارې په اړه بريفنګ وركړو۔ په دې موقع د اېف آئي اے ډي جي ډاكټر عثمان انور او د نادرا نور اعلی چارواكي هم موجود وو۔ وفاقی وزیر د تېرو دوو كلونو په مهال د نادرا په خذمات كښې د رامخې ته شوې بهترۍ ستائنې كولو سره اولس ته آسانۍ رسولو له د نورو عصري اقدامات په حاجت زور راوړو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير نادرا ته هدايت وكړو چې په غېر قانوني توګه د مېشته بهرنيو وګړو ويستلو په عمل كښې د قانون نافذ كوونكو ادارو بشپړه مرسته وكړي۔ محسن نقوي ووئيل د هېواد سلامتيا ترمخه به د قامي ډېټا بېس په سپېځلتيا كومه سودا ونه كړې شي ۔ د اولس سهولت له محسن نقوي د نادرا دفترونو لپاره يو نوے وژن اعلان كړو۔ ده هدايت وكړو چې په لويو ښارونو كښې دې د نادرا سټېټ آف دی آرټ دفترونه د كرايې ودانيو په ځاے په خپلو ملكيتي ځايونو جوړ كړې شي او په دې لړ كښې دې يو بشپړ ماسټر پلان وړاندې كړے شي۔ دې سره سره د وګړو د شناختي كارډ مسئلې سمدستي حل كولو له د 30 ورځو قطعي موده وټاكلې شوه دغسې چې اولس زيات انتظار څخه وساتلے شي۔ د بریفنګ په مهال داخله وزير ته ووئيل شول د نادرا ډېټا سمولو له د لكھونو په شمېر هغه كسانو شناختي كارډ منسوخ كړې شوي كوم چې په حق رسېدلي او د پي ټي اے په مرسته د داسې كسانو په نومونو جاري كړې شوي سم كارډز هم بلاك كولې شي۔ چارواكو ووئيل د بائیو مېټرک نظام لا مؤثر جوړولو له اوس د مخ عكس د لارې د تصديق په نظام كار روان دے ٬ دې لپاره د نورو ادارو لخوا مرسته هم ضروري ده۔ وفاقي وزير په دې ټولو اقدامات د اطمينان څرګندونې كولو سره په وزارتي كچه د هرې يوې ممكنه مرستې باور وركړو










