سي پیک د پاکستان او چین تر مينځه د سټریټجک، اقتصادي او ترقیاتي شراکت دارۍ تر ټولو لوي او څرګند مثال دے، وفاقي وزیر احسن اقبال

اسلام آباد۔31مارچ (اے پي پي)د منصوبه بندۍ ، ترقۍ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال وئبلي دي سي پیک د پاکستان او چین د سټریټجک، اقتصادي او ترقیاتي شراکت دارۍ تر ټولو لوي او څرګند مثال دے ٬ كوم چې د دواړو هېوادونو د شريك باور او د شرېكې ترقۍ د عزم عکاسي كوي ۔ ده چین پاکستان اقتصادي راهداري (سي پیک) منصوبو كښې ښكاره کارکردګي ښودلو لپاره …

اسلام آباد۔31مارچ (اے پي پي)د منصوبه بندۍ ، ترقۍ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال وئبلي دي سي پیک د پاکستان او چین د سټریټجک، اقتصادي او ترقیاتي شراکت دارۍ تر ټولو لوي او څرګند مثال دے ٬ كوم چې د دواړو هېوادونو د شريك باور او د شرېكې ترقۍ د عزم عکاسي كوي ۔ ده چین پاکستان اقتصادي راهداري (سي پیک) منصوبو كښې ښكاره کارکردګي ښودلو لپاره د پاکستان او چین عملې په اعزاز كښې كلنه دستورې ته خطاب کولو كښې ووئېل دا يوازې د ایوارډز وېش دستوره نه ده بلکې د سي پیک لپاره د كار كوونكو كسانو د خدمت او د ولولې اعتراف دے۔ ده د پاکستان او چین پروفیشنلز ته پېرزئنې وړاندې كولو سره ووئېل د سي پیک انجینئرز په اصل كښې د منصوبو معماران دي چا چې شپه ورځ په محنت كولو دا منصوبې بشپړې كرې او د پرله پسې ترقۍ لپاره هڅې كوي ۔ ۔احسن اقبال ووئېل د سي پیک دويم پراؤ (فیز ټو) انفراسټرکچر څخه په وړاندې تللو صنعتکارۍ ، جدت او د جامع ترقۍ پلور مهم پیش رفت دے۔ده ووئېل په دې پراؤ كښې انویشن کوریډور، لائیولي هډ کوریډور او د سيمه ايزې ترقۍ منصوبې شاملې دي كومې به چې معیشت لا مستحکم کړي ۔ ده ووئېل سولر سسټم او جدید موسمیاتي نظام د (میټرولوجیکل سسټمز) منصوبې د پاکستان لپاره ډېر اهمیت لري ۔دغسې په چین پاکستان نالج کوریډور هم خبرې روانې دي د كوم مقصد چې ځوان نسل ته د اعلیٰ تعلیم ښې موقعې وركول دي ۔