اسلام آباد۔31مارچ (اے پي يي )د پاکستان علما کونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي وئېلي دي په موجوده حالاتو كښې د امت د اتحاد ضرورت د وړاندې نه ډېر زيات دے، په اوسني بحران كښې د پاکستان مشر تابه مثبت کردار د چا نه پټ پناه نه دے، د امن بنیاد لپاره مونږ خپل په زړه پورې کردار ادا کړو ، هېواد كښې د وحدت او احترام لپاره د محراب …
د امت د اتحاد ضرورت د وړاندې نه ډېر زيات دے ، په موجوده بحران كښې د پاکستان مشر تابه مثبت کردار د چا نه پڼ پناه نه دے ، حافظ طاهر محمود اشرفي

مزید خبریں
اسلام آباد۔31مارچ (اے پي يي )د پاکستان علما کونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي وئېلي دي په موجوده حالاتو كښې د امت د اتحاد ضرورت د وړاندې نه ډېر زيات دے، په اوسني بحران كښې د پاکستان مشر تابه مثبت کردار د چا نه پټ پناه نه دے، د امن بنیاد لپاره مونږ خپل په زړه پورې کردار ادا کړو ، هېواد كښې د وحدت او احترام لپاره د محراب و منبر، سیاسي و مذهبي ګوندونو له خپلې ذمه وارۍ ادا کول غواړي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د امت اتحاد سیمینار ته خطاب کښې وكړه ۔ حافظ طاهر محمود اشرفي ووئېل د امریکې او اسرائیل په ایران بريد د نه قبلولو وړ او جواز نه لرونكے دے ، د وړومبۍ ورځې نه د پاکستان حکومت، اولس ٬ د هر مکاتب فکر علما و مشائخو د دې خبرې غندنه هم كړې او بيا بيا يې وئېلي دي چې دا عمل د قبولولو نه دے ۔ ده ووئېل په موجودہ بحران كښې د پاکستان مشر تابه مثبت کردار د چا نه پټ پناه نه دے ۔ ده ووئېل پاکستان كښې د امن بنیاد لپاره مونږ خپل په زړه پورې کردار ادا کړو ،دعا كوو چې دا خبره مخ په وړاندې لاړه شي او نړۍ كښې امن راشي ، د پاکستان بېرغ د يو عظمت، شان او وقار علامت جوړ شوے دے ۔ ده ووئېل وزیراعظم محمد شهباز شریف، فیلډ مارشل عاصم منیر د پېرزوئنو مستحق دي چې هغوي د سعودي عرب قیادت او پاتي عرب اسلامی هېوادونو د مشر تابه سره په خبرو كولو د اسرائیل ليدلے خوب له مينځه يوړو۔ ده ووئېل سعودي عرب، ترکیه او مصر به امن هلو ځلو كښې د پاکستان سره ولاړ دي ، ایران هم په پاکستان د باور څرګندونه كوي ۔ ده ووئېل هېواد كښې د وحدت او احترام رامخې ته كولو لپاره د محراب و منبر، سیاسي و مذهبي ګوندونو له خپلې ذمه وارۍ ادا کول غواړي ، د هېواد قیادت له پیغام وركول غواړو چې د هر مکاتب فکر علما و مشائخ ستاسو سره ولاړ دي۔










