په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفير امريكائي زده كوونكو سره ملاقات ٬ په نړيوالو ٬ سيمه ايزو مسئلو او نړيواله اداره كښې په تنظيمي اصلاحات د خيالاتو څرګندونه

ملګري ملتونه ۔31مارچ (اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد د مېن هیټن پوهنتون 20 زده كوونكو سره ملاقات كښی په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو د پاكستان دريځ وړاندې كولو سره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان په كردار رڼا واچوله۔ ملګرو ملتونو كښې په اصلاحات خپلو خبرو كښې سفير ووئيل پاكستان په سلامتي كونسل كښې د چوكو نورو زياتولو ملاتړ …

ملګري ملتونه ۔31مارچ (اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد د مېن هیټن پوهنتون 20 زده كوونكو سره ملاقات كښی په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو د پاكستان دريځ وړاندې كولو سره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان په كردار رڼا واچوله۔ ملګرو ملتونو كښې په اصلاحات خپلو خبرو كښې سفير ووئيل پاكستان په سلامتي كونسل كښې د چوكو نورو زياتولو ملاتړ نه كوي بلكې هغه د غېر مستقل غړو په شمېره كښې د زياتوالي په حق كښې دے او دا د یو اېف سی ګروپ دريځ هم دے۔ په ملاقات كښې په سمندري او غذائي امنيت ، جبری هجرت، د اوبو په کمي، د كډوالو په مسئلو او نورو سرخطونو خبرې وشوې۔ په دې مهال د مؤثره ګڼ اړخيزه اقداماتو په اهميت زور راوړلے شو۔ پاکستاني سفیر ووئيل د ملګرو ملتونو د راروان عمومي سېكتر ټاكنه به يوه مهمه ګھړۍ ثابت شي۔