سپيكر سردار اياز صادق سره د نيب چيئرمين ملاقات٬كلن رپورټ يۍ وړاندې كړو

اسلام آباد 31 مارچ (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د نېب چيئرمېن لېفټېننټ جنرل(ر)نذير احمد د نهې په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د نيب چيئرمېن لېفټيننټ جنرل(ر)نذير احمد د قامي اسمبلۍ سپيكر ته د نيب كلن رپورټ 2025 وړاندے كړو۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د 6.213 كهرب روپو په تاريخي ريكوري نېب ته …

اسلام آباد 31 مارچ (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د نېب چيئرمېن لېفټېننټ جنرل(ر)نذير احمد د نهې په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د نيب چيئرمېن لېفټيننټ جنرل(ر)نذير احمد د قامي اسمبلۍ سپيكر ته د نيب كلن رپورټ 2025 وړاندے كړو۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د 6.213 كهرب روپو په تاريخي ريكوري نېب ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د اداره جاتي اصلاحات نه پس د نېب اولس او كاروبار دوست تنظيم كښې بدلون د ستائنې وړ دے۔ تېرو درېو كلونو كښې د نيب مجموعي ريكوري 11.524 كهرب روپۍ (نزدې 41 ارب امريكائي ډالر) په زړه پورې پېشرفت دے۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر د نېب د 72 فيصد پراسيكيوشن كاميابۍ په شرح د اطمينان څرګندونه وكړه او وې وئېل چې د نېب لخوا نزدې د 29.8 لكه اېكړ سركاري او ځنګلونو زمكې بېرته اختسل يو تاريخي امر دے۔ د نېب لخوا د سرمايه كارۍ سكيمونو ځپليو 115٬587 كسانو ته د 180 ارب روپو ادا كولو دلارې ريليف وركول هم يوه لويه كارنامه ده۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر د مني لانډرنګ مخ نيوي لپاره د نېب كاروايۍ هم وستائېلې۔ ملاقات كښې د نېب چيئرمېن لېفټېننټ جنرل(ر)نذير احمد سپيكر ته نېب كښې د شوي اصلاحات په اړه بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل 2025 كښې نيب د اي آفس(NEO) سسټم نافذ كولو د لارې پېپرلېس نظام معارفي كړے دے۔ د نيب چيئرمېن د بدعنوانۍ مخ نيوي له په روانو اقداماتو كښې د پارليمنټ او پارليماني غړو تعميري كردار هم وستايلو۔