د صدر آصف علي زرداري په مشرۍ كښې مشاورتي غونډه ٬ د ضروري څيزونو شتون باوري كولو او په اولس د اغيزو كمولو اقداماتو په اړه بريفنګ

اسلام آباد۔31مارچ(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری هدايت كړے چې په تېل او ګاز فشار ٬ په توان زيات شوے لګښت او بدلېدونكې سيمه ايزه وضعه پام كښې نيولو سره په اولس او په خاص توګه په عام وګړي د ضرورت څيزونو او خذماتو حوالې سره د زياتېدونكو بيو بوج كمولو له دې ټول ممكنه اقدامات وكړې شي۔ صدر مملكت دا خبره په ايوان صدركښې د يوې پراخا …

اسلام آباد۔31مارچ(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری هدايت كړے چې په تېل او ګاز فشار ٬ په توان زيات شوے لګښت او بدلېدونكې سيمه ايزه وضعه پام كښې نيولو سره په اولس او په خاص توګه په عام وګړي د ضرورت څيزونو او خذماتو حوالې سره د زياتېدونكو بيو بوج كمولو له دې ټول ممكنه اقدامات وكړې شي۔ صدر مملكت دا خبره په ايوان صدركښې د يوې پراخا مشاورتي غونډې مشري كولو په مهال خپله وېنا كښې وكړه۔ په غونډه كښې وزيراعظم شهباز شریف، د څلورو واړو صوبو مشرتابه ٬ د ګلګت بلتستان او آزاد جمو وكشمير استازو ګډون وكړو۔ په نورو ګډون كوونكو كښې نائب وزیر اعظم سېنېټر اسحاق ډار ٬ وفاقي وزيران خواجه آصف او سید محسن رضا نقوی، اورنګزیب، عطا تارړ، اعظم نذیر تارړ، احسن اقبال، علی پرویز ملک، قومي سلامتيا سلاكار لېفټېننټ جنرل عاصم ملک، بلاول بھټو زرداری، د پنجاب وزیر اعلیٰ مریم نواز شریف، د سندھ وزیر اعلیٰ سندھ سید مراد علی شاہ، د خېبر پښتونخوا وزير اعلیٰ سېیل آفریدی، د بلوچستتان وزیر اعلیٰ سرفراز احمد بګټي، د ګلګت بلتستان نګران وزیر اعلیٰ جسټس (ر) یار محمد، د آزاد كشمير وزیر اعظم فېصل ممتاز راټھور، ډاكټر مصدق ملک، شزا فاطمه خواجه، سردار اوېس احمد لغاری او نور اعلی چارواكي شامل وو۔ غونډې ته د څلورو واړو صوبو حكومتونو او د ګلګت بلتستان او آزاد كشمير لخوا د بيعو قابو كولو ٬ د ضروري څيزونو شتون باوري كولو او په اړه ددې اثراتو كمولو له د پورته كېدونكو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ نائب وزیر اعظم غونډه په روانه وضعه كښې د حكومت د فعاله سفارتي هڅو په اړه خبر كره۔ په كومو كښې چې د ترکيه، سعودی عرب او مصر مشرتابه سره شوې اوسنۍ خبرې اترې شاملې دي۔ ده غونډې ته د چين خپلې دورې په اړه بريفنګ هم وركړو۔ غونډې ته ووئيلې شو چې د حكومت د كفايت شعارۍ دلارې بچ كړې شوې رقم په اولس مصرف كولې شي۔