اسلام آباد30 مارچ (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب سره ګل په ورځ منيجنګ ډائرېكټر او ګلوبل هيډ سوورين ايډوائزري٬ د الواریز اینډ مارسال پلاوي ډاكټر رضا باقر په مشرۍ كښې راغلې پلاوي ملاقات وكړو۔پلاوي كښې پیټر بریګز، الزبتھ شورټینو او مکی لینډن هم شامل وو چا چې په ورچوئل توګه ګډون كولو۔د ملاقات په مهال ډاكټر رضا باقر د خپلې ډلې تعارف هم وكړو او د …
د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب سره د الواریز اینډ مارسال پلاوي ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد30 مارچ (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب سره ګل په ورځ منيجنګ ډائرېكټر او ګلوبل هيډ سوورين ايډوائزري٬ د الواریز اینډ مارسال پلاوي ډاكټر رضا باقر په مشرۍ كښې راغلې پلاوي ملاقات وكړو۔پلاوي كښې پیټر بریګز، الزبتھ شورټینو او مکی لینډن هم شامل وو چا چې په ورچوئل توګه ګډون كولو۔د ملاقات په مهال ډاكټر رضا باقر د خپلې ډلې تعارف هم وكړو او د الواریز اینډ مارسال د نړيوال مهارت او د خپلواكۍ په مشاورتي خذمات او د سټريټجك سرمايه كارۍ په څانګو كښې په روانو هلو ځلو رڼا اچولې شوه ۔د خبرو اترو په مهال د پاكستان او الواریز اینډ مارسال ترمينځه د مرستې په لا قوي كولو هم غور وشو ٬په خاص توګه د نړيوالې سرمايه كارۍ ترر لاسه كولو او د پاكستان معاشي ترجيحات لپاره د جديدې مالياتي ډهانچې جوړولو په اړه هم خبرې وشويې۔ګډون كوونكو د نجي سرمايه كارۍ راغب كولو او معاشي پرمختګ ته ودې وركولو لپاره د اداره جاتي شراكتدارو په وده هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د خزانې وزير د ادارې د پرله پسې خوښي ستائېلو سره د پاكستان حكومت لخوا شريكې مرستې ته لا پراختيا وركولو له د عمل وړ تجاويز جوړولو كښې د خوښۍ څرګندونه وكړه ۔دواړو ډلو د فوكل پرسنز د لارې رابطه برقرار ساتلو او راتلونكو ورځو كښې په تكنيكي كچه خبرو اترو ته اتفاق وكړو۔د دې نه علاوه په دې خبره هم اتفاق راغلو چې راتلونكو نړيوالو غونډو په مهال به تجاويز ته حتمي شكل وركولو او مرسته مخ په وړاندې بوتللو لپاره نور ملاقاتونه كولې شي۔










