اسلام آباد30 مارچ (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې د پیټروليم مصنوعات په اړه د كابينې كمېټۍ غونډه كښې په هېواد كښې د پیټروليم مصنوعات رسنه مستحكمه ګرځولو سره وئېلي شوي دي په نړيوالو منډيانو كښې د سخت كمې زياتې باوجود ډيزل او د پیټروليم زياته ذخيره موجوده ده او درآمدي او سپلائي تګلارې له امله راتلونكو اوونيو كښې به هم صورتحال په قابو …
د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې د پیټروليم مصنوعات په اړه د كابينې كمېټۍ غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد30 مارچ (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې د پیټروليم مصنوعات په اړه د كابينې كمېټۍ غونډه كښې په هېواد كښې د پیټروليم مصنوعات رسنه مستحكمه ګرځولو سره وئېلي شوي دي په نړيوالو منډيانو كښې د سخت كمې زياتې باوجود ډيزل او د پیټروليم زياته ذخيره موجوده ده او درآمدي او سپلائي تګلارې له امله راتلونكو اوونيو كښې به هم صورتحال په قابو كښې پاتې شي۔ د پیټروليم بيعو څارنې لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورڼګزيب په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د بدل شوې نړيوال جغرافيائي او سياسي صورتحال په لړ كښې د پېټروليم د پانګو او د توان د څانګې د پېشرفت هره ورځ جاج اغستلې كېدل وو ۔۔غونډې ته ووئيل شول په هېواد كښې د ايندهن وركولو صورتحال مستحكم دے ٬چرته چې د ډيزل ذخيره نزدې د 23 نه تر 24 ورځو لپاره كافي ده او د پېټروليم شتوالے هم د ډاډ وړ دے ۔ن ووئيل شول چې د خام تيل ذخيره دا مهال نزدې د 11 ورځو لپاره موجود ده او كارګو په لاره دي ۔صوبائي حكومتونو او اړوندو ادارو ته څارنې او د نفاذ اقدامات د لا سختولو هدايت وركړے شوي ۔په غونډه كښې د پېټروليم سپلائي چين څارنې نظام ښه كولو كښې د پېشرفت هم جاج واخستل شو۔په خاص توګه د ريئل ټائم ډيټا شتوالے ښه كولو پشمول په ريټيل كچه٬ډيجيټل ډيش بورډ په جوړولو زور راوړلے شو د خزانې وزير د دې عزم پخلے وكړو چې حكومت وړومبې پام لرنه په هېواد كښې د پېټروليم مصنوعات د كوم ځنډ نه غېر باوري كول او د نړيوالو بيعو اثرات په اولس د لږ نه لږ ساتل دي۔ده ووئيل د سختو نړيوالو حالاتو باوجود په وخت منصوبه بندۍ او اقدامات له امله د هېواد په كچه رسد مستحكم دے۔په غونډه كښې د پېټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك٬د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مصدق ملك٬د قومي غذائي تحفظ وفاقي وزير رانا تنوير حسين٬د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري(د ويډيو لنك د لارې) او د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان(د ويډيو لنك د لارې)پشمول اړوند وزارتونو٬ډويژنونو او ادارو اعلٰی چارواكو ګډون كولو۔










