د زده كړو څانګه كښې همكاري د پاكستان او تركيه اړيكې لا قوي كوي : ترك سفير نذير اوغلو

اسلام آباد۔30مارچ (اے پی پی) په پاكستان كښې د تركيه سفير عرفان نذیر اوغلو وئيلي دي د زده كړو په څانګه كښې همكاري د پاكستان او تركيه ترمينځه په ګډ تاریخ، باور او ورورولۍ اډانه اړيكې لا قوي كوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اسلام آباد په ځائي هوټل كښې د "ترک یونیورسټی فېئر 2026" پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ د ګل په ورځ د جاري شوي …

اسلام آباد۔30مارچ (اے پی پی) په پاكستان كښې د تركيه سفير عرفان نذیر اوغلو وئيلي دي د زده كړو په څانګه كښې همكاري د پاكستان او تركيه ترمينځه په ګډ تاریخ، باور او ورورولۍ اډانه اړيكې لا قوي كوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اسلام آباد په ځائي هوټل كښې د “ترک یونیورسټی فېئر 2026” پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ د ګل په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د فيئر اهتمام معارف اېجنسۍ د ترك معارف فاؤنډېشن او تركيه خارجه وزارت په مرسته كړے ؤ ٬ په كوم كښې چی د تركيه 9 نوموړو پوهنتونونو ګډون كولو سره پاكستاني زده كوونكو ته د تعليمي پروګرامونو ٬ د داخله تګلارې او سكالرشپس په اړه معلومات وركړل۔ په دستوره كښی د اېچ اي سي چيئرمېن ، د بېلو پاكستانو پوهنتونونو وائس چانسلرز، استاذانو او زده كوونكو ګډون وكړو۔ ترک سفیر په دې موقع ووئيل تركيه دا مهال په ګرده نړۍ كښې 180 څخه د زياتو هېوادونو د 3 لکه 80 زره څخه د زياتو نړيوالو زده كوونكو كوربتوب وي۔ او دا د ترك پوهنتونونو د نړيوال معيار ثبوت دے۔ په فيئر كښې د نسټ، فاسټ، کامسېټس، یونیورسټی آف لاهور، لاهور کالج برائے خواتین یونیورسټی، فاؤنډېشن یونیورسټي، یونیورسټی آف اېجوکېشن لاهور او د رفاہ انټرنېشنل یونیورسټي په شمول د هېواد د نورو پوهنتونونو استازو ګډون وكړو۔ د اېچ اي سي كمېشن چیئرمېن په خپل خطاب كښې ووئيل دا ډول فعاليتونه د دواړو هېوادونو ترمينځه د علمی تبادلې او د څېړنې شريكو منصوبو لپاره نوې لارې پرانيزي