صدر مملكت آصف علي زرداري سره د وزيراعظم محمد شهباز شريف ملاقات٬ د قامي سلامتيا په مجموعي صورتحال په تفصيلي توګه د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد30 مارچ (اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري سره وزيراعظم محمد شهباز شريف د ګل په ورځ ملاقات وكړو چې پكښې نائب وزيراعظم اسحاق ډار٬پخوانے خارجه وزير بلاول بهټو زرداري او د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي نه علاوه د قامي سلامتيا صلاحكار ليفټيننټ جنرل عاصم ملك هم موجود ؤ ۔د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د قامي سلامتيا …

اسلام آباد30 مارچ (اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري سره وزيراعظم محمد شهباز شريف د ګل په ورځ ملاقات وكړو چې پكښې نائب وزيراعظم اسحاق ډار٬پخوانے خارجه وزير بلاول بهټو زرداري او د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي نه علاوه د قامي سلامتيا صلاحكار ليفټيننټ جنرل عاصم ملك هم موجود ؤ ۔د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د قامي سلامتيا په مجموعي صورتحال په تفصيلي توګه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په ملاقات كښې د منطقې په بدل شوي صورتحال او د دې په پاكستان د اثرات جاج هم واخستلے شو۔د دې نه علاوه په معاشي٬توان او امنيتي چېلنجونو مشاورت وكړے شو او په قامي كچه په كوټلې تګلاره او په اداره جاتي هم غږۍ هم زور راوړلے شو ۔