اسلام آباد30 مارچ (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د امريكې قونصل جنرل تهامس ايكرټ ملاقات كړے ۔د ګل په ورځ ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې د شوي ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو٬ د دوه اړخيزه اړيكو به ودې٬خېبرپښتونخوا كښې په پرمختيائي پروژو او د سرمايه كارۍ په موقعو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په ملاقات كښې په نړيواله كچه د امن په اړه …
د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د امريكې قونصل جنرل تهامس ايكرټ ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد30 مارچ (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د امريكې قونصل جنرل تهامس ايكرټ ملاقات كړے ۔د ګل په ورځ ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې د شوي ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو٬ د دوه اړخيزه اړيكو به ودې٬خېبرپښتونخوا كښې په پرمختيائي پروژو او د سرمايه كارۍ په موقعو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په ملاقات كښې په نړيواله كچه د امن په اړه د پاكستان په كردار او په هڅو هم خبرې وشوي۔په دې موقع ګورنر فيصل كريم كنډي ووئېل په خېبرپښتونخوا كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې موجود دي٬وفاقي حكومت او قانون نافذ كوونكې ادارې په صوبه كښې د امن لپاره هلې ځلې كوي دغسې چې د صوبې او اولس پرمختګ او خوشحالۍ سفر مخ په وړاندې لاړ شي۔ګورنر د ايران امريكې په شخړه كښې د پاكستان د ثالثۍ په كردار د امريكې باور هم وستائېلو۔دغسې د امريكې قونصل جنرل تهامس ايكرټ د پاكستان امن خوښې پالېسي وستائېله۔هغه د خېبرپښتونخوا مثبت تشخص رامخې ته كولو او د صوبې اولس د مسئلو حل په اړه د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي كردار هم وستائېلو۔










