اسلام آباد30 مارچ (اے پی پی)د حريت لارښود ياسين ملك كور ودانې مشعال ملك وئېلي دي د اشفاق مجيد واني قرباني د كشميريانو لپاره د لارې مشال دے٬د هغه شهادت تحريك آزادۍ ته نوے طاقت وركړے دے۔ جاري شوي بيان كښې مشعال ملك د اشفاق مجيد واني په 36 مه تلين هغه ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د كشمير ځوانان نن هم د اشفاق واني په مشن …
د اشفاق مجيد واني قرباني د كشميريانو لپاره د لارې مشال دے۔مشعال ملك

مزید خبریں
اسلام آباد30 مارچ (اے پی پی)د حريت لارښود ياسين ملك كور ودانې مشعال ملك وئېلي دي د اشفاق مجيد واني قرباني د كشميريانو لپاره د لارې مشال دے٬د هغه شهادت تحريك آزادۍ ته نوے طاقت وركړے دے۔ جاري شوي بيان كښې مشعال ملك د اشفاق مجيد واني په 36 مه تلين هغه ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د كشمير ځوانان نن هم د اشفاق واني په مشن روان دي٬د حق په لاره كښې وركړی قربانۍ به چرته هم بې ځايه نه ځي۔مشعال ملك ووئيل د اشفاق واني هلې ځلې د تاريخ روښانه باب دے٬نړيواله ورورولي دې جمو او كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو نوټس واخلي٬كشميرے اولس د حق خود اراديت لپاره عزم لري۔مشعال ملك ووئيل د شهيدانو قربانۍ آزادۍ تحريك ژوندے ساتلے٬ د اشفاق مجيد وااني نن هم په زړونو كښې ژوندے دے۔










