اسلام آباد 30 مارچ (اے پی پی)د پيټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك سره په پاكستان كښې د كويت سفير ناصر عبدالرحمان جاسم المطيري ملاقات كړے چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو٬ د توان په اړه مرستې او په سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔وفاقي وزير علي پروېز ملك د كويت پيټروليم كارپورېشن(كے پي سي)لخوا د پاكستان بيرغ لرونكي بيړۍ له د كويت څخه د ډيزل او د جيټ …
د پيټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك سره د كويت سفير ملاقات٬دوه اړخيزه اړيكو٬د توان په اړه مرستې او په سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 30 مارچ (اے پی پی)د پيټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك سره په پاكستان كښې د كويت سفير ناصر عبدالرحمان جاسم المطيري ملاقات كړے چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو٬ د توان په اړه مرستې او په سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔وفاقي وزير علي پروېز ملك د كويت پيټروليم كارپورېشن(كے پي سي)لخوا د پاكستان بيرغ لرونكي بيړۍ له د كويت څخه د ډيزل او د جيټ فيول ممكنه درآمد له په آسانيو باوري كولو مننه وكړه۔وفاقي وزير د نړيوالو او سيمه ايزو چېلنجونو باوجود د پاكستان د پرله پسې ملاتړ اعتراف وكړو او د پاكستان د توان سلامتيا كښې يې د كويت كردار وستائېلو ۔ده سفير ته خواست وكړو چې د كويت د تيلو وزير طارق سليمان احمد الرومي او د كے پي سي سي اي او شخ نواف الصباح ته زما د نيكو هيلو پیغام ورسوي۔د ملاقات په مهال وفاقي وزير د پاكستان او كويت ترمينځه تاريخي او ورورولۍ په اړيكو رڼا اچولو سره ووئېل د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې نه يواز پخوانۍ بلكې په زړونو كښې پېةست دي ۔ده ووئېل د تېرو پنځو لسيزو څخه پاكستان د كويت څخه په خاص توګه د ډيزل پشمول د پټروليم مصنوعات اخلي كوم چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د باور او شراكتدارۍ څرګندونه ده۔ده ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف د شخړو پرامن حل لپاره فعاله دے او د خليج مرستې كونسل(جي سي سي)هېوادونو ته د ضروريات له مخې د خوراك او نورو ضروري څيزونو وركولو اقدامات پخپله څارنه كوي۔د كويت سفير د امن وده كښې د پاكستان مثبت كردار ادا كولو مننه وكړه۔ده د پاكستان اولس٬حكومت او وسله والو ځواكونو هڅې ستائېلو سره ووئېل پاكستان په دې سخت وخت كښې د طاقت كارولو رد كولو سره پرامن حل ته ودې وركولو له د مشرانې څرګندونه كړې۔ده ووئيل كويت د پاكستان به هڅو وياړ لري او ستاسو كاميابۍ لپاره لاس په دعا دے۔هغه د پاكستان ملاتړ د روانه ساتلو د عزم پخلے وكړو ۔پاكستان او كويت د توان څانګې پشمول د شريكې خوښې په نورو څانګو كښې مرستې ته لا ودې وركولو له د عزم پخلې وكړو او نزدې روابط دوامداره ساتلو ته يې اتفاق وكړو۔










