هيواد د پټروليم مصنوعاتو پراخا زيرمې لري ٬ اولس بايد وارخطا نه شي: خرم شهزاد

اسلام آباد۔30مارچ(اے پی پی) د خزانې د وفاقي وزير سلاكار خرم شهزاد وئيلي دي چې هيواد د پټروليم مصنوعاتو پراخا زيرمې لري ٬ اولس بايد وارخطا نه شي۔ نجي ټي وي پروګرام كښې خپلو خبرو كښې ده ووئيل اول د پټرولیم مصنوعات زېرمه نزدې 24 ورځو له كافي وه كومه چې اوس مؤثره تګلارې سره څلورو اونيو ته رسولې شوې ده۔ خرم شهزاد ووئيل چې حكومت د كفايت شعارۍ پالېسۍ …

اسلام آباد۔30مارچ(اے پی پی) د خزانې د وفاقي وزير سلاكار خرم شهزاد وئيلي دي چې هيواد د پټروليم مصنوعاتو پراخا زيرمې لري ٬ اولس بايد وارخطا نه شي۔ نجي ټي وي پروګرام كښې خپلو خبرو كښې ده ووئيل اول د پټرولیم مصنوعات زېرمه نزدې 24 ورځو له كافي وه كومه چې اوس مؤثره تګلارې سره څلورو اونيو ته رسولې شوې ده۔ خرم شهزاد ووئيل چې حكومت د كفايت شعارۍ پالېسۍ له مخې غېر ضروري خرڅونه كم كړي دي چې په نتيجه كښې يۍ يو ارب 25 كروړ روپۍ بچ كړې شوي دي۔ ده ددې عزم څرګندونه وكړه چې حكومت به د قومي وسائلو په مؤثره توګه كارول باوري كولو له عملي ګامونه پورته كول دوامدار ساتي۔ ده اولس ته خواست وكړو چې هغوي دې د قومي ذمه وارۍ څرګندونه وكړي او حكومت سره دې تعاون وكړي دغسې چې معاشي استحكام لا مضبوط كړے شي۔