اسلام آباد۔30مارچ(اے پی پی) په ګرد هېواد كښې به د پوليو مخنيوي 7 ورځنے قامي كمپائن 13 اپرېل څخه پېل كېږي۔ د نېشنل اېمرجنسي آپرېشن سېنټر (اېن اي او سی) له مخې د كمپائن په مهال به 4 کروړه 50 لکه څخه زياتو كوچنيانو ته پوليو څخه د ساتلو څاڅكي وركولې شي۔ د كمپائن په مهال به كوچنيانو له د وېكسين سره سره د وټامن اے اضافي خوراك هم وركولې …
په ګرد هيواد كښې به د پوليو مخنيوي 7 ورځنے قامي كمپائن 13 اپريل څخه پيل كېږي : اېن اي او سي

مزید خبریں
اسلام آباد۔30مارچ(اے پی پی) په ګرد هېواد كښې به د پوليو مخنيوي 7 ورځنے قامي كمپائن 13 اپرېل څخه پېل كېږي۔ د نېشنل اېمرجنسي آپرېشن سېنټر (اېن اي او سی) له مخې د كمپائن په مهال به 4 کروړه 50 لکه څخه زياتو كوچنيانو ته پوليو څخه د ساتلو څاڅكي وركولې شي۔ د كمپائن په مهال به كوچنيانو له د وېكسين سره سره د وټامن اے اضافي خوراك هم وركولې شي۔ د دې كمپائن كاميابۍ له به په ګرد هېواد كښې نزدې 4 لکه 13 زره پوليو وركرز خپل خذمات ترسره كوي۔ د شمېرو له مخې په پنجاب كښې به 2 کروړه 30 لکه ٬ سندھ كښې يو كروړ 6 لکه ، خېبر پښتونخوا كښې 72 لکه ٬ بلوچستان كښې 26 لکه ٬ اسلام آباد كښې 4 لکه 60 زره ٬ ګلګت بلتستان كښی 2 لکه 28 زره او آزاد كشمير كښې 7 لکه 60 زره څخه زياتو كوچنيانو ته به پوليو څخه د ساتنې څاڅكي وركولې شي۔ د قامی اېمرجنسی آپرېشن سېنټر چارواكو د كوچنيانو مور و پلار ته غږ كړے دے چې هغوي پولیو ورکرز سره بشپړه مرسته وكړي او پنځه كالو څخه لږ عمره كوچنيانو ته څاڅكي ضرور وركړي۔










