اسلام آباد۔30مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د خلیج روانې وضعې ته تر مخه د پټروليم مصنوعات بيو د لاسه اغېزمندو كمزورې او منځومانه طبقو ته د لا ريليف وركولو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د عام وګړي بار څخه ساتلو له حكومت هر وارې دا بار په خپله پورته كړے او حكومتي خرڅونه يۍ كم كړي دي٬ ډيجيټل نظام كارولو سره به د اولسي ريليف اقدامات تر …
حکومت كمزورې او منځومانه طبقې ته د لا ريليف وركولو هڅه كوي٬ په سخت وخت كښې به په معاشي توګه بې وزله طبقه كله هم تنها نه پرېږدو: وزیر اعظم

مزید خبریں
اسلام آباد۔30مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د خلیج روانې وضعې ته تر مخه د پټروليم مصنوعات بيو د لاسه اغېزمندو كمزورې او منځومانه طبقو ته د لا ريليف وركولو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د عام وګړي بار څخه ساتلو له حكومت هر وارې دا بار په خپله پورته كړے او حكومتي خرڅونه يۍ كم كړي دي٬ ډيجيټل نظام كارولو سره به د اولسي ريليف اقدامات تر عام وګړي رسولې شي۔ ده ددې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ په خپله مشرۍ كښې د اولسي ريليف اقدامات جاج اغستلو له رابللې شوې غونډې ته وېنا كښې وكړه۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم ووئيل حکومت د کمزورې او منځومانې طبقې اولس ته د لا ريليف رسولو هڅې كوي٬ په دې سخت وخت كښې به په معاشي توګه بې وزله طبقه يوازې نه پرېږدو۔ وزیرِاعظم ته ووئيل شول صوبائي حكومتونو ته وئيلې شوي دي چې هغه د موټرسائیکل او رکشه مالكانو رجسټرېشن د هغوي نامو ته اړولو له سمدستي اقدامات وكړي۔ وزیراعظم ووئيل حكومت د وضعې تر مخه سركاري خرڅونه كم كړل٬ پرمختيائي بجټ كښې كمے وكړے شو او 60 فیصده سرکاری ګاډي بند كړے شول۔ د تېلو په بيعو كښی د اضافې وړاندېز څو څو وارې مسترد كړے شو۔ وزیراعظم ووئيل په پاكستان په منطقه كښې امن لپاره په سفارتي محاذ هڅې كوي۔ په غونډه كښې د ايندھن بچت لپاره په حكومتي اقدامات د عملدرآمد او په موجوده سټاك بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم ته په دې اړه د انټیلیجنس بیورو آډټ رپورټ هم وړاندې كړے شو۔ په غونډه كښې ووئيل شول د وزيراعظم او د بچت او سادګۍ په كمپائن عملدرآمد باوري كولې شي۔ په بریفنګ كښې ووئيل شول د هېواد ضرورت ترسره كولو له د داروګانو زخيره پورا د۔ غونډې كښې د سباؤن تګلارې له وړاندېزونه هم وركړے شول۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم اسحاق ډار، وفاقی وزارنو خواجه آصف، احسن اقبال، ډاکټر مصدق ملک، احد خان چیمه، سید مصطفی کمال، اورنګزېب، عطاء تارړ، علی پرویز ملک، شزہ فاطمہ خواجه، رانا مبشر اقبال، سردار اوېس خان لغاری، وزیرِ مملکت بلال اظهر کیانی، خاص مرستيال طارق فاطمی، طلحه برکی، د قومي اسمبلۍ غړو انجینئر قمر الاسلام، ریاض الحق، حافظ نعمان او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔










