اسلام آباد۔30مارچ (اے پی پی) د خزان وفاقي وزير سلاحكار خرم شهزاد وئيلي دي د كاميابې سفارتكارۍ او اصلاحات له امله پاكستان د معاشي قوت په توګه رامخې ته كيږي او په نړيواله كچه يو فعاله سفارتي كردار ترسره كوي٬ امريكا ٬ ايران او خليجي هېوادونو سره تاؤ تريخوالې كمولو كښی مثبت پېشرفت رامخې ته كېدونكے دے كوم چې په منطقه كښې استحكام لپاره مهم دے۔ په يو بيان كښی …
د كاميابې سفارتكارۍ او اصلاحات له امله پاكستان د معاشي قوت په توګه رامخې ته كيږي: خرم شهزاد

مزید خبریں
اسلام آباد۔30مارچ (اے پی پی) د خزان وفاقي وزير سلاحكار خرم شهزاد وئيلي دي د كاميابې سفارتكارۍ او اصلاحات له امله پاكستان د معاشي قوت په توګه رامخې ته كيږي او په نړيواله كچه يو فعاله سفارتي كردار ترسره كوي٬ امريكا ٬ ايران او خليجي هېوادونو سره تاؤ تريخوالې كمولو كښی مثبت پېشرفت رامخې ته كېدونكے دے كوم چې په منطقه كښې استحكام لپاره مهم دے۔ په يو بيان كښی ده ووئيل د آئي اېم اېف پروګرام په كاميابۍ سره روان دے او د دې لاندې د روانو اصلاحاتو مثبتې نتيجې رامخې ته كيږي۔ ده ووئيل د زر مبادلې پانګې پرله پسې 33 اوونيو څخه په زياتېدو نزدې د 21.7 ارب ډالرو او د تېرو څلورو كلونو تر ټولو لوړې كچې ته رسېدلې دي۔ ده ووئيل په هېواد كښی د پټرولو زېرمې هم په ښه كېدو سره تر څلورو اونيو رسېدلې دي۔ ده ووئيل د مېنوفېکچرنګ په څانګه كښې هم ښكاره ښه والے رامخې ته شوے دے۔ په اېل اېس اېم كښې د مياشتې 12.1 فیصد او د كال 10.5 فیصد اضافه ريكارډ كړې شوې ده۔ مجموعي نمو 5.8 فیصد پاتې شوې ده۔ خرم شهزاد ووئيل په ترسیلات زر كښې 11 فيصد او په آئي ټي برآمدات كښې 20 فیصد زياتوالے ريكارډ كړے شوے۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې حكومت به د تلپاتې اصلاحات او سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو د لارې د معاشي پرمختګ مزل روان ساتي۔










