د خيبر پښتونخوا او پنجاب په بيلو برخو كښې بارانونه ، موټروے پولیس ټریول ایډوائزری جاری كړه

اسلام آباد۔30مارچ(اے پی پی) نېشنل هائی ویز اېنډ موټروېز پولیس د هېواد په بېلو برخو كښې روان بارانونه په پام كښې نيولو سره مسافرو لپاره بشپړه ټرېول اېډوائزري جاري كړې ده۔ د موټروے وياند له مخې د ګل په ورځ په 30 مارچ 2026 په موټروے اېم ون (M-1) پېښور څخه تر اسلام آباد او په اېم ټو (M-2) اسلام آباد څخه تر بلكسر دمه په دمه د باران لړۍ …

اسلام آباد۔30مارچ(اے پی پی) نېشنل هائی ویز اېنډ موټروېز پولیس د هېواد په بېلو برخو كښې روان بارانونه په پام كښې نيولو سره مسافرو لپاره بشپړه ټرېول اېډوائزري جاري كړې ده۔ د موټروے وياند له مخې د ګل په ورځ په 30 مارچ 2026 په موټروے اېم ون (M-1) پېښور څخه تر اسلام آباد او په اېم ټو (M-2) اسلام آباد څخه تر بلكسر دمه په دمه د باران لړۍ روانه ده۔ دغسې په اېم 14 (M-14) هكله څخه تر يارك ٬ په هزارہ اېکسپرېس وے برهان څخه تر تھاکوټ او په سوات اېکسپرېس وے كرنل شېر خان څخه تر چكدرې هم د باران اطلاعات ترلاسه شوي دي۔ د وياند له مخې ډرائيورانو ته هدايت شوے چې هغوي د خپلو ګاډو سرعت كم وساتي او مخكښې ګاډي څخه زياته فاصله كښې پاتې كيږي۔ په مسافرو زور راوړے شوے چې هغوي سفر پېل كولو څخه وړاندې د ګاډي د هېډ لائټس او وائپرز صحيح كار كول باوري كړي۔ په اېډوائزري كښې وئيلې شوي چې د ډرائیونګ په مهال د موبائل فون كارول خطرناك ثابتېدې شي۔ موټروے پولیس د دې عزم پخلې وكړو چې د مسافرو حفاظت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده او په كوم هم بېړني حالت كښې موټروے پوليس سره په هېلپ لائن 130 رابطه كېدې شي