د راروانو 24 ساعتونو په مهال كشمير او جنوبي پنجاب پشمول د هېواد په بېلو سيمو كښې د سيلۍ سره د باران امكان دے۔د موسمياتو محكمه

اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) د راروانو 24 ساعتونو په مهال خېبرپښتونخوا، بالائي وسطي پنجاب، اسلام آباد، شمالي ختيز بلوچستان ، ګلګت بلتستان او كشمير كښې ځائې په ځائې دغسې جنوبي پنجاب او سندھ كښې په ځيني ځايونو د سيلۍ سره د باران امكان دے۔په دې مهال په ځيني ځايونو كښې د ګلۍ (ژاله باري) هم امكان شته۔د موسمياتو محكمې له مخې د تيرو 24 ساعتونو په مهال …

اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) د راروانو 24 ساعتونو په مهال خېبرپښتونخوا، بالائي وسطي پنجاب، اسلام آباد، شمالي ختيز بلوچستان ، ګلګت بلتستان او كشمير كښې ځائې په ځائې دغسې جنوبي پنجاب او سندھ كښې په ځيني ځايونو د سيلۍ سره د باران امكان دے۔په دې مهال په ځيني ځايونو كښې د ګلۍ (ژاله باري) هم امكان شته۔د موسمياتو محكمې له مخې د تيرو 24 ساعتونو په مهال پنجاب،خېبرپښتونخوا ،كشمير،ګلګت بلتستان او شمالي بلوچستان كښې ځائې په ځائې د سيلۍ سره باران شوې۔تر ټولو زيات باران پنجاب:مري كښې 38، لاهور (سټي كښې 26، هوائي ميدان كښې 21)، جوهرآباد كښې 25، چكوال، بھكر كښې 24، جھنګ كښې 20، حافظ آباد كښې 18، اټك، نور پور تھل كښې 14، اسلام آباد (سيد پور كښې 16، سټي كښې 13، هوائي ميدان، بوكرا كښې 08، ګولړه كښې 07)، سرګودھا سټي او فيصل آباد كښې 12، ګجرات ، قصور كښې 07، پينډۍ (كچهري كښې 18، كټارياں كښې 16، ګوالمنډي كښې 12، شمس آباد كښې 11، پيرويداهي كښې 09، چكلاله كښې 06)، ، منډي بهاؤالدين، اوكاړه كښې 06، منګلا، سيالكوټ (هوائي ميدان، سټي كښې 05)، ټي ټي سنګھ كښې 05، ساهيوال كښې 04، نارووال، بهاولپور سټي او شيخوپوره كښې 03، جهلم كښې 02، كروړ (ليه)، كوټ ادو كښې 01۔ خېبر پښتونخوا: چراټ كښې 34، مالم جبه، بنوں كښې 32، سيدو شريف كښې 31، كاكول كښې 27، پاړاچنار كښې 25، لوئر دير كښې 22، كالام كښې 17 ، پېښور (سټي كښې 17، هوائي ميدان كښې 16) دير كښې 16، تخت بھائي كښې 14، ډي آئي خان هوائي ميدان كښې 10، ډي آئي خان سټي كښې 09، چترال ، پټن كښې 08، مير كھاني كښې 07، دروش كښې 05، بالاكوټ كښې 01۔ آزاد كشمير: راولاكوټ كښې 34، ګړھي دوپټه كښې 20، كوټلي كښې 10، مظفرآباد هوائي ميدان كښې 08، مظفرآباد سټي كښې 05۔ ګلګت بلتستان: بګروټ كښې 02۔ بلوچستان: ژوب كښې 02 ملي ميټر باران شوې۔د اتوار په ورځ ريكارډ كړې شوي زيات حرارت : شهيد بينظير آباد،پډعيدن كښې 38، مټھي ، لاړكانه كښې 37 ،سكھر او چھور كښې 36 ډګري سينټي ګريډ ريكارډ شوې۔