اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) د مصر خارجه وزير ډاکټر بدر عبدالعاطي خارجه وزارت ته په راتګ د هغه تود هركلے وشو۔د اتوار په ورځ خارجه وزارت ته په رسيدو نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار د هغه تود هركلے وكړو۔دې د نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار په بلنه منقطه كښې په صورتحال څلور اړخيزه غونډه كښې ګډون لپاره د پاکستان په دوره …
د مصر خارجه وزير ډاکټر بدر عبدالعاطي خارجه وزارت ته په راتګ تود هركلے وشو

مزید خبریں
اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) د مصر خارجه وزير ډاکټر بدر عبدالعاطي خارجه وزارت ته په راتګ د هغه تود هركلے وشو۔د اتوار په ورځ خارجه وزارت ته په رسيدو نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار د هغه تود هركلے وكړو۔دې د نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار په بلنه منقطه كښې په صورتحال څلور اړخيزه غونډه كښې ګډون لپاره د پاکستان په دوره دے۔ د غونډي مشري به نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار کوي۔په غونډه كښې به د سعودي عرب او ترکيه خارجه وزيران هم ګډون كوي۔ خارجه دفتر كښې به د مصر خارجه وزير د نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار سره په سيمه ايز صورتحال او د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔










