اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزيرعبدالعليم خان ډپلوميټك انكليو كښې د تاجكستان سفارتخانے ته لاړو او د تاجك سفير شريف زاده يوسف توئير سره ئې غير رسمي ملاقات وكړو۔د وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئيل پاكستان او تاجكستان خپلو كښې د ملګرتيا او ورورولۍ اړيكي لري٬ دواړه هېوادونه يو بل سره د مذهب قوي خپلولي لري۔ده ووئيل پاكستان …
د مواصلات وفاقي وزير د تاجكستان سفارتخانے ته لاړو، د دوه اړخيزه مرستي په وده د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزيرعبدالعليم خان ډپلوميټك انكليو كښې د تاجكستان سفارتخانے ته لاړو او د تاجك سفير شريف زاده يوسف توئير سره ئې غير رسمي ملاقات وكړو۔د وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئيل پاكستان او تاجكستان خپلو كښې د ملګرتيا او ورورولۍ اړيكي لري٬ دواړه هېوادونه يو بل سره د مذهب قوي خپلولي لري۔ده ووئيل پاكستان كښې د تاجكستان سفير شريف زاده يوسف توئير خذمات د ستائني وړ دي۔تاجكستان سره دوه اړخيزه تجارتي اړيكو ته وده وركولو كښې خوښي لرو۔ پاكستان او تاجكستان يو بل ته رانزدې كولو كښې سفير موصوف لوئ كردار لري۔ وفاقي وزير عبدالعليم خان د تاجكستان خپلي دورے ذكر وكړو او په دوه اړخيزه چارو ئې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د تاجكستان سفير شريف زاده يوسف توئير د ے وفاقي وزير عبدالعليم خان هركلے وكړو۔ ملاقات كښې د پاك، تاجك تجارتي چارو زياتولو او مرستي ته په وده وركولو خبري اتري وشوي۔د تاجكستان سفير په خبرو كښې ووئيل د پاكستان ټريډ كوريډورز څخه زيات استفاده كول غواړو۔ ملاقات كښې په موجوده نړيوال صورتحال او سوئيلي اسياﺀ كښې په تاؤ ترېښوالي هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔










