سكردو 28 مارچ (اے پي پي)د كشمير، ګلګت بلتستان و سيفران چارو :وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره سكردو كښې علماﺀ كرامو او د سيمي مشرانو ملاقات وكړو۔د خالي په ورځ د وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې وفاقي وزير د ايران سپريم ليډر آيت الله علي خامنه اي په شهادت د غم دړد او افسوس څركندونه وكړه،د هغه لوړو درجو له ئې دعا اوكړه۔ وفاقي وزير په …
حكومت به د اوسنو ناسمو پېښو سپيځلي پلټني باوري كوي۔د انجينئر امير مقام سكردو كښې علماﺀ كرامو، سيمي مشرانو سره ملاقات كښې خبري اتري

مزید خبریں
سكردو 28 مارچ (اے پي پي)د كشمير، ګلګت بلتستان و سيفران چارو :وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره سكردو كښې علماﺀ كرامو او د سيمي مشرانو ملاقات وكړو۔د خالي په ورځ د وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې وفاقي وزير د ايران سپريم ليډر آيت الله علي خامنه اي په شهادت د غم دړد او افسوس څركندونه وكړه،د هغه لوړو درجو له ئې دعا اوكړه۔ وفاقي وزير په اوسنو ناسمو پېښو كښې په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندوني سره ووئيل د ګلګت بلتستان اولس د تير وخت قربانيو او د هغوي د هېواد سره په مينه لرلو فخر كوو۔ده ووئيل ګلګت بلتستان د پاكستان د امن مخ دے او دا سيمه عمر له د امن مركز دې۔ ګلګت بلتستان د سياحت مركز دے چرته چې هر كال ګ شمير سېلګري راځي۔ده ووئيل وزيرِاعظم محمد شهباز شريف ښكاره سپارښتنه كړي چې ګلګت بلتستان كښې كوټلې امن باوري كولو سره سره به پرمختيائي عمل نور هم تندولې شي۔ وفاقي وزير اكابر علماﺀ كرام د اړخه امن لپاره هڅي ستائلو سره د هغوي مننه وكړه ۔ ده ووئيل د امن بحالي زمونږ د ټولو شريكه ذمه واري ده كوم لپاره چې اجتماعي هڅو ته اړتيا ده۔ده باور وركړو چې حكومت به اوسنو ناسمو پېښو سپيځلي پلټنمي باوري كوي۔وفاقي وزير ووئيل ټول مكتبه فكر سره تعلق لرونكي علمائے كرام او د سيمي مشران بايد د ګلګت بلتستان امن و امان ته زيان رسونكي په ګوته كولو كښې مرسته وكړي۔په دې موقع علماﺀ كرامو د وزيرِاعظم په سپارښتنه د وفاقي وزير بلتستان ته راتګ وستائلو او د امن و امان په صورتحال ئې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔










