د كورنيو چارو وفاقي وزير د چين سفارت دوره، د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد27مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په ډپلوميټك انکليو كښې د چين سفارت دوره وكړه٬ د چين سفير جيانګ زيډونګد وفاقي وزير هركلے وكړو٬ د ملاقات په مهال د ترهګرۍ مخنيوي٬ امنيتي مرسته٬ پوليس اېکسچينج پروګرام او د منطقې د مجموعي صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو مشرانو د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كولو او د امنيتي …

اسلام آباد27مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په ډپلوميټك انکليو كښې د چين سفارت دوره وكړه٬ د چين سفير جيانګ زيډونګد وفاقي وزير هركلے وكړو٬ د ملاقات په مهال د ترهګرۍ مخنيوي٬ امنيتي مرسته٬ پوليس اېکسچينج پروګرام او د منطقې د مجموعي صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو مشرانو د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كولو او د امنيتي چېلنجز مخنيوي لپاره مشتركه لائحه خپلو له سلا وكړه۔ په ملاقات كښې په پاکستان كښې مېشته د چين سرمايه كارو ته د رامخې ته امنيتي مسئلوحل او د دوي باور بحالولو لپارهد خاص “بزنس کنفرنس” كولو پرېكړه هم وشوه٬ دا منصوبه په دوه پړاٶنو كښې تقسيم كړې شوې په وړومبي پړاٶ كښې به پاكستان كښې مېشته د چين بزنس کميونټۍ سره ملاقاتونه كولې شي او په دوېم پړاٶ كښې به سرمايه كارو سره نېغ په نېغه رابطه كولې شي څوك چې په پاكستان كښې د نوې سرمايه كارۍ خواهشمند دي۔ په دې موقع وفاقي وزير غېر ملكي وګړو په خاص توګه د چين وګړو تحفظ لپاره د”سپيشل پروټيکشن يونټ” جوړولو اعلان هم وكړو۔ ده ووئيل دا يونټ به په اسلام آباد كښې د چين وګړو فول پروف سکيورټي باوري كوي۔ ده ووئيل د دې يونټ اهلكارو خاص وظيفائي تربيې ته به خاص پام كولې شي او د تربيې په مهال به دوي ته د چين ژبه هم ښودلې شي دغسې د چين وګړو او د امنيتي ادارو ترمېنځه رابطې لا موثره او بهتر كړې شي