اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د کوېت ولي عهد شېخ صباح الخالد الحمد الصباح په مېنځني ختيز كښې د جنګ خاتمې لپاره د پاكستان په زړه پورې سفاتي هلو ځلو باور كښې اخستے دے او د کوېت ولي عهد د ايران او امريکې ترمېنځه ثالثۍ لپاره د پاکستان د هلو ځلو بشپړ ملاتړ وكړو۔ د وزيراعظم ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې …
وزيراعظم سره د کويت ولي عهد ټيلي فوني تماس، د ايران او امريکې ترمېنځه ثالثۍ لپاره د پاكستان د هلو ځلو ملاتړ

مزید خبریں
اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د کوېت ولي عهد شېخ صباح الخالد الحمد الصباح په مېنځني ختيز كښې د جنګ خاتمې لپاره د پاكستان په زړه پورې سفاتي هلو ځلو باور كښې اخستے دے او د کوېت ولي عهد د ايران او امريکې ترمېنځه ثالثۍ لپاره د پاکستان د هلو ځلو بشپړ ملاتړ وكړو۔ د وزيراعظم ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف ته د جمعې په ورځ د کوېت ولي عهد شېخ صباح الخالد الحمد الصباح لخوا ټېلي فوني تماس نيولې شوې٬ د خبرو په مهال وزيراعظم په كوېت د بريدونو د غندنې پخلي كولو سره په سخته وضع كښې د كوېت اولس سره د پاكستان د بشپړه يووالي او ملاتړ څرګندونه وكړه۔ ده په قېمتي ځاني زيان د افسوس او غمرازۍ څرګندونه كولو سره د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔ وزيراعظم د کويت مشرتابه په مېنځني ختيز كښې د جنګ خاتمې لپاره د پاكستان په زړه پورې سفارتي هلو ځلو څخه هم خبر كړو۔ د کوېت ولي عهد د وزيراعظم د قيادت ستائنه كولو سره د ايران او امريكې ترمېنځه ثالثۍ لپاره د پاكستان د هلو ځلو ملاتړ وكړو۔ ده په موجوده بحران كښې کوېت سره د پاکستان په ملاتړ د وزيراعظم مننه وكړه۔ ده د كويت مشرتابه په نامه د وزيراعظم لخوا د يوواولي څرګندونې لپاره په چيټۍ هم مننه وكړه او د حالاتو ښه كېدو سره د پاكستان د دورې كولو د خواهش ئې څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د ولي عهد مننه كولو سره باور وركړو چې پاکستان به په منطقه كښې امن او د استحكام ودې لپاره خپل ګټور كردار دوام دار ساتي










