د صوبو د ځائي حكومتونو ترمېنځه د اختيارات منتقلۍ لپاره اصلاحات ته اړتيا ده۔ احسن اقبال

اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي حکومت په ساختي اصلاحاتو عملدرامد كوي٬ د صوبو د ځائي حكومتونو ترمېنځه د اختياراتو منتقلۍ لپاره اصلاحاتو ته اړتيا ده۔ دا خبره ده د اېس ډي پي آئي او د يو اين ډي پي په اهتمام كښې د ګورننس بهترۍ لپاره سېمينار كښې د ګدون په مهال وكړه۔ ده ووئيل پاکستان د …

اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي حکومت په ساختي اصلاحاتو عملدرامد كوي٬ د صوبو د ځائي حكومتونو ترمېنځه د اختياراتو منتقلۍ لپاره اصلاحاتو ته اړتيا ده۔ دا خبره ده د اېس ډي پي آئي او د يو اين ډي پي په اهتمام كښې د ګورننس بهترۍ لپاره سېمينار كښې د ګدون په مهال وكړه۔ ده ووئيل پاکستان د ټيلنټ، منصوبه بندۍ او د غوره پاليسو كمې نه لري٬ مسئلې په عملدرامد كښې رامخې ته دي، د پاکستان په ګورننس كښې بهترۍ ته اړتيا ده٬ بايد د پاكستان معاشي استحكام ټېك آف لپاره وكارولې شي۔ ده ووئيل تعليم٬ صحت او روزګار لپاره ځائي حكومتونه بهتر كردار لوبولې شي٬ د منصوبه بندۍ وزارت دا هڅه كوي چې داسې پرمختيائي منصوبې پېل كړې شي كومې چې په تل پاتې معاشي پرمختګ كښې مرسته وكړي