اسلام آباد۔ 26 مارچ (اے پي پي) پاكستان سرينګر كښې د تاريخي جامع مسجد د پرله پسې بند ساتلو سختې غندنې كولو سره وئېلي دي په دې اقدام عبادت كوونكې با جماعت مونځ نه ايسارولې شي كومه چې د هند تسلط لاندې شخړيز كشمير كښې د مذهبي آزادۍ او د بنيادي بشري حقونو سنګينه خلاف ورزي ده۔ وياند د خارجه دفتر طاهر حسېن اندرابي د زيارت په ورځ اوونيز بريفنګ …
پاكستان د سرينګر د تاريخي جامع مسجد د پرله پسې بندولو سخته غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 26 مارچ (اے پي پي) پاكستان سرينګر كښې د تاريخي جامع مسجد د پرله پسې بند ساتلو سختې غندنې كولو سره وئېلي دي په دې اقدام عبادت كوونكې با جماعت مونځ نه ايسارولې شي كومه چې د هند تسلط لاندې شخړيز كشمير كښې د مذهبي آزادۍ او د بنيادي بشري حقونو سنګينه خلاف ورزي ده۔ وياند د خارجه دفتر طاهر حسېن اندرابي د زيارت په ورځ اوونيز بريفنګ كښې ووئېل د هند د اړخه د 5 اګسشت غېر قانوني اقدامات نه پس پرله پسې په 7 م كال قابض انتظاميه د سرينګر تاريخي جامع مسجد سيل ساتلے دے او د كشمير مسلمانان د دې روحاني اههيت وړ ورځې اجتماع نه ايسارولې شي۔ ده ووئېل د دې نوعيت بندېزونه په خاص توګه روژه كښې د اندېښنې وړ دي۔ پاكستان د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو تنظيمونو بشمول نړيوالې ورورولۍ باندې زور راوړي چې د دې صورتحال نوټس واخلي او د هند نه غوښتنه وكري چې د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې د مذهبي آزادۍ د بنيادي حقونو اخترام وكړي










