اسلام آباد 26 مارچ (اے پي پي)د هند خارجه وزير جے شنکر لخوا ټول ګوندېزه غونډه كښې كارولې شوې "بازاري ژبه" او غېر پارلماني جملې په اصل كښې د نوي ډيلي د زياتې شوې سفارتي ناكامۍ او په نړيواله كچه د تنهائۍ واضحه عکسونه دي ٬ دا ناوړه خبرې او توهين آميز لهجه ھغه وخت رامخې ته شوه كله چې هند د امريكې٬ اسرائيل او ايران ترمېنځه د ثالثي روان …
د هندي خارجه وزير جے شنکر “بازاري ژبه” او غېر پارلماني ټكي د اخلاقي نشتوالي او د هند د نړيوالي نتهائۍ واضحه مثالونه دي

مزید خبریں
اسلام آباد 26 مارچ (اے پي پي)د هند خارجه وزير جے شنکر لخوا ټول ګوندېزه غونډه كښې كارولې شوې “بازاري ژبه” او غېر پارلماني جملې په اصل كښې د نوي ډيلي د زياتې شوې سفارتي ناكامۍ او په نړيواله كچه د تنهائۍ واضحه عکسونه دي ٬ دا ناوړه خبرې او توهين آميز لهجه ھغه وخت رامخې ته شوه كله چې هند د امريكې٬ اسرائيل او ايران ترمېنځه د ثالثي روان عمل څخه په بشپړه توګه بهر وساتلے شو او پاکستان، ترکيه او د مصر په څېر هېوادونه د يو باوري سفارتي پل په توګه رامخې ته شول٬ د جے شنکر دا غبرګون د يو داسې هېواد د خارجه وزير د ناوړه ذهنيت عكاسي كوي كوم چې په اخلاقي توګه ديواليه شوے دے او دا ثابتوي چې د هند قيادت په نړيواله كچه د پختګۍ څرګندونه كولو په ځاے د كلي كوڅو د ډرامو او سوشل ميډيا په شور باور لري٬ د لويديزې اسياء په امن عمل كښې د هند كردار “صفر” پاتې شوے دے چې په سبب يې د هند په اسټيبلشمنټ كښې سخته برې قراري او ذهني فشار پېدا شوے دے۔ واشنګټن او د تهران ترمېنځه د پاکستان مؤثر کردار او د نړيوالو قواو لخوا اسلام آباد سره مشاورت نوے ډيلے يو غير متعلقه تماشګير ګرځولے دے۔ كله چې رياستونه په نړيواله كچه خپل اثر و رسوخ د لاسه وركړي نو ھغوي زياتره ” د ناوړه كچې” ژبه اختياروي دغسې چې خپله بې وسي پټه كړي٬ د هند اربونو ډالرو ھغه هڅې هم ناكامه شوې چې مقصد ېې د پاکستان تنها كول وو، ځكه چې په نړيواله كچه باور د طاقت د لارې نه بلكې د جرأت مندانه او منصفانه ثالثۍ څخه ترلاسه كېږي كومو كښې چې هند سخت ناكامه راغلے دے٬ په تاريخي توګه هم د هند رېكارډ شخړو ته هوا وركول دي لكه څنګه چې په كال 1971 كښې په بنګله ديش كښې د مکتي باهني ملاتړ او د قتل عام پېښې د دې ګواه دي٬ د دې برعکس د پاکستان ريکارډ د امريکې او چين اړيكو كښې د سهولت کارۍ نه تر دوحه تړون ډېر ځانګړے او د باور وړ ؤ نن چې كله ماليزيا٬ اروپا، امريکا او د مېنځني ختيز هېوادونو د پاکستان د سفارتي لائحې ستائنه كوي نو مودي حكومت د خپلې خارجه پاليسۍ ناكامي او د جے شنکر غير سنجيده بيانونه خپله د هند په نړيوال كچه د زوال اعتراف ګرځېدلے ٬ دا بيانونه د خود اعتمادۍ نه بلكې د هند زيات شوې عدم تحفظ او د سفارتي کمزورۍ ثبوتونه دي كوم چې اوس د ناسمې پروپېګنډې د لارې پټول ممكن نه دي۔(










